لیکنه : لطیف بابی
د ژمي پیل او د مني پای ته لوڅله وایي چي د کال تر ټولؤ اؤږده او تیاره شپه ده. لو څلې ته په آسوري ژبه کښي یلدا وایي چي د زوکړي مانا لري او د سپېڅلي عیسی تر زوکړي ۵۰۰ کاله مخکښي په کړکیښ(تاریخ) کښي کښل سوې ده خؤ د همدې روځي لمانځنه په لرغؤنؤ آریایانؤ کښي اؤوۀ زره کاله پخوا دود لارۀ او آریایان په دې ګروه ول چي په دې اؤږده شپه کښي لمر زیږي او زړتښتیان بیا په دې ګروه ول چي په دغه اؤږده شپه کښي رؤڼا پر شپه باندي بری مومي.
آریایانؤ دغه اؤږده شپه بدشګؤمې،ناولې ،بېروؤنکې او انګریمنۍ(شیطاني) شپه بلله ، د لمرپالؤ آریایانؤ د اؤږدې شپې د نمانځني دود د آریایانؤ څخه تر اروپایانؤ پوري ورسېدئ،عیسویان په دې ګروه دي چي سپېڅلی عیسی د همدغي اؤږدې شپې په اؤږدو کښي زېږېدلی دئ چي پر ۲۱ نېټه نمانځل کېدئ چي بیا یې ۲۳، ۲۴ او ۲۵ ته بدلؤن ومؤندئ.
د دغي اؤږدې شپې نښي انګرېمني(شیطاني) ګڼل سوي دي،ځکه نو آریایانؤ په دغه شپه کښي اورؤنه بلول چي انګریمنان(شیطانان) وبېروي چي وتښتیږي او د دغي اوږدې شپې تېرېدلؤ ته به یې سترخانؤنه هوار کړي ول، بېلابېل خواړۀ به باندي پراتۀ ول، وچي مېوې به باندي غوړېدلي وې، سازؤنه او سنداراوي به ږغول کېدلې او سندري به ویل کېدلې. د یوې خوا د آریایانؤ د دې اؤږدې شپې څخه د بدشګؤمۍ بېره وه او د بلي خوا په دې ګروه ول چي په دې شپه د لمر خدای زیږي.
هخامنشي پاچهان هم په دې ګروه ول چي په دغه شپه میترا زیږي او ارڅکان بیا په دې ګروه ول چي په دغه اؤږده شپه کښي یو پیغمبر زیږي چي یو سمندري ژوی یې له اؤبو څخه راباسي.
مسلمانان یې د سپېڅلي محمد(ص) د معراج شپه ګڼي او وایي چي په دې شپه د ۲ بجو څخه تر لمر ختلؤ پوري لاسؤنه په نېراوؤ(دعاوؤ) لپه کړي او څه روا غؤښتني چي د لؤی خدای څخه لرئ منل کیږي.


