دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامدکرزی:د انجونو پر مخ د ښوونځۍ او پوهنتونونو د پرانیستل شي

حامدکرزی:د انجونو پر مخ د ښوونځۍ او پوهنتونونو د پرانیستل شي

ويب ډيسک

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی یو ځلې بیا په ټينګار سره د انجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړي.

ښاغلي کرزی په اېکس پاڼه لیکلي؛ د نجونو ږغ تائیدوم؛ دا غوښتنه یو اساسي حق بولم او تاکید کوم چې د نجونو له تعلیم پرته افغانستان هیڅکله یوه روښانه راتلونکی نشي درلودی.

نوموړي زياته کړې؛ «د علم او پوهې لپاره زموږ د هېواد د نجونو غوښتنه او آواز یو برحقه او د یو سوکاله افغانستان لپاره ږغ دی، د ځوان قشر (نجونو او هلکانو) توانمندۍ د ټولنې د ځان بسیاینې، له احتیاجه د خلاصون، د پرمختگ او آبادۍ یوازینۍ لار ده.

د افغانستان د ښیرازۍ او ترقۍ لپاره تعلیم حیاتي دی او هیله لرم چې په هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه