دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسيکولرزم څه دی ؟

سيکولرزم څه دی ؟

ليک : مولانا وحيد الدين خان
اضافه : شيراز خان مومند

د يو ليکوال د پاره د مرګ فاتحه يا د مرګ رسم په هغه وخت کول پکار وي کله چې د ليکوال فکرونه مړه شي… د ليکوال مرګ د هغه جسماني وجود په فنا کېدلو نه بلکه د هغه د فکري وجود په فنا کېدلو باندې کېږي … مولانا وحيد الدين نن هم ماسره زما په څنګ کښې د کتاب په شکل کښې ژوندی دی او دا ليک د هغه د ژوندي وجود ثبوت دی. کله چې د مولانا فکرونه ، لفظونه ورک شول په هغه ورځ به زه ورسره غمرازي او فاتحه وکړم…
شيراز خان مومند

د سيکولرزم په اړه د بې پلوې رای ورکونې لپاره په دوه څيزونو کښې توپير کول اړين دی. يوه دا چې سيکولر فلسفه ده او بل دا چې سيکولر پاليسي ده. د دواړو تر مېنځ سرګند توپير دی. څوک چې په دې توپير پوهه نشي هغوي د سيکولرزم په اړه سمه رای نشي وړاندې کولی .

د سيکولر فلسفې ابتدا د هغو خلکو د ذهن زيږنده وه چې د ملحدانه فکر ښکار وو. خو وروستو د فلسفې په بېلېدو ، سيکولرزم د جمهوري نظام عملي پاليسي وګرځېده . د عملي پاليسي په توګه د دې مطلب دا دی چې “مذهبي چارې د خلکو د انفرادي ازادۍ معامله ګڼل او ګډې مادي ګټې د رياست د دايرې څيز ګڼل”…

پخوا زمانه د مذهبي جبر زمانه وه. په نننۍ زمانه کښې مذهبي ازادي د خلکو يو ناقابل تنسيخ حق ګڼل شوی دی. سيکولر پاليسي په اصل کښې د خلکو د همدې مذهبي ازادۍ يوه برخه ده. په لومړيو زمانو کښې دا طريقه وه چې يوه مذهبي ډله د بلې مذهبي ډلې د ازادونې لپاره نه اماده کېدله. د مذهبي تعذيب (Religious Persecution) ښکار به يي ګرځوله. په نوي جمهوريت کښې د دې اپوټه ، سيکولر پاليسي غوره کړل شوه ، يعني ګډې مادي چارې د رياست په دايره کښې ساتل او د مذهب او کلتور په معامله کښې خلکو ته پوره ازادي ورکول .

هره ټولنه اړتيا لري چې هلته دې د امن ماحول وي ، له امن پرته هېڅ ډول پرمختګ نشي کېدی .سيکولرزم د يوې عملي پاليسۍ په توګه د امن راوستلو هم دا تدبير دی. هم دې تدبير په اوسنۍ زمانه کښې پرمختللي هېوادونه د پخوا طرز له مذهبي جنګونو ژغورلي دي . دا چې له هند نه تر امريکي او برطانيي پورې د سيکولر رياست اصل غوره کړل . د دې مذهبي مخالفت نشته بلکه په مذهب کښې د لاسوهنې مخالفت شته. ځکه خو په دې هېوادونو کښې هرې مذهبي ډلې ته پوره ازادي ترلاسه ده. په دې هېوادونو کښې فقط تشدد ممنوع دی او په مذهب هېڅ بندېز نشته .

د سيکولرزم په اړه چې څوک منفي ذهن ساتي لامل يي دا دی چې هغوي په دوه څيزونو کښې توپير نه کوي . سيکولر فلسفه او سيکولر پاليسي…
دا دواړه په يو ځاۍ کولو ګوري. په داسې حال کښې په دې اړه سمه رای قايمونې لپاره اړينه ده چې دواړه له يوه بله بيل کړل شي او بيا وکتل شي .
د سيکولرزم په اړه منفي ذهن لرونکي خلک د يوې تيروتنې ښکار دي . هغوي سيکولر پاليسي يوازې تر مشترکه مادي چارو محدوده نه ساتي ، بلکه د مذهبي مخالفت ګډه معنا یي ګڼي . په داسې حال کښې چې په اوسني زمانه کښې د سيکولر حکومت مطلب مذهب مخالف حکومت ندی بلکه د دې مطلب يوازې دا دی چې حکومت په مذهبي چارو کښې د نه لاسوهنې ، عدم مداخلت Non Interference د پاليسي پابند دی. په دې اړه ټولې تيروتنې ځکه پېدا شوي دي چې دا خلک عدم مداخلت هم د مخالفت په معنا ګڼي .

د دې معاملې يو اړخ بل دی. هغه دا چې د مذهبي ازادۍ په اصولو په يو وخت دوه ډوله ازادي برخمنه ده. مذهبي عمل او مذهبي تبليغ .

د نننۍ زمانې په ټولو سيکولر هېوادونو کښې دا دواړه ډول آزادي خلکو ته په پوره توګه ترلاسه شوې ده. د دې مطلب دا دی چې يوه مذهبي ډله په انفرادي توګه په خپل مذهب عمل کوي ، د نورو مذهبي ډلو تر مېنځ د خپل مذهب تبليغ ته په پرامنه توګه ادامه ورکولی شي . دا ازادي تر دې حده حقيقي ده چې په دې هېوادونو کښې زيات خلک خپل مذهب بدلوي او د حکومت لخوا پرې هېڅ بندېز نه لګول کېږي . د بيلګي په توګه په امريکه کښې هر کال نږدې سل زره امريکايان اسلامي مذهب غوره کوي .

له دې پلوه که وګورو نو د سيکولر پاليسي مطلب دا دی چې هېڅ مذهبي ډله په خپل وخت ، په انفرادي چوکاټ کښې په خپل مذهب باندې عمل کولو سره دا هڅه کولی شي چې د نورو مذهبي افرادو عقيده بدله کړي …
مولاناوحيدالدين_خان

اضافه :
په دې ليک کښې مولانا وحيد الدين دوه څيزونه بيان کړي دي…
رياستي ګډې چارې او د سيکولرزم سره تړلی امن…

زه اولس ته اسانتيا لپاره وايم چې د رياستي ګډو چارو معنا د رياست يا هېواد دفاع ، خارجه پاليسي او اقتصاد دي…
په يو هېواد کښې که د هر مذهب واله اوسېږي خو د هغه هېواد دفاع ، خارجه پاليسي او اقتصاد په هرې مذهبي ډلې باندې يو شان اثر لري که هغه منفي وي او که مثبت… چې د هېواد اقتصاد قوي وي نو د مذهبونو نه بالا هر نفر به ښه او سوکاله ژوند کوي چې په هېواد کښې به ښه تعليمي ادارې ، ښه د صحت ادارې ، د روزګار او د موقعو زياتوالی ، ښه infrastructure او سهولتونه وي او دغه اقتصاد د ټول هېواد په شريکو هڅو باندې ښه کېږي او د شريکو هڅو لپاره لازم ده چې هېواد سيکولر وي ځکه چې کله هېواد يوې ځانګړې ډلې په لاس کښې شي نو بيا د هېواد زمه واري او ګټه نيمګړي شي او زيان يي ټول هېواد ته رسي …

دويمه دغه چې کله يو هېواد يوې ډلې لاس له ورشي څنکه چې ما مخکې د سيکولرزم په اړه په خپل يو ليک کښې ويلي هم وو چې که چيري يو داسې هېواد جوړ شي چې هغې کښې د ټولې نړۍ مسلمانان يو ځاۍ شي او غېر مسلم ترينه ټول ووځي نو دغه هېواد کښې به د تهذيبونو او کلتورونو جنګ وي ځکه چې عرب مسلمان به وايي چې زمونږ کلتور غوره دی او پشتون مسلمان به وايي چې زمونږ کلتور غوره دی او پنجابی مسلمان به وايي چې زمونږ کلتور غوره دی او انګريز مسلمان او داسې افريقايي مسلمانان …
نو لازم د چې د کلتور او د مذهب د جنګ نه وطن ژغورلو لپاره يو داسې نظام نافذ شي چې هغه نظام کښې د هر چا مذهب او د هر چا کلتور غوره وي ، د هر چا مذهب او کلتور ته احترام وي ، د هر چا مذهب او کلتور ته نه فقط دا چې ازادي وي بلکه د هغې د خپرولو لپاره ورته يو ازاد فورم هم وي او دغه نظام ، دغه فورم فقط سيکولرزم دی …

نن چې مونږ مغرب کښې وګورو نو مغربي هېوادونو عيسايي اکثريت دي خو هغې کښې ورورولي ده ، اسرايل يهودي اکثريت دی خو هغې کښې دننه ورورولي ده ، ترکي مسلمان اکثريت دی خو هغې کښې ورورولي د او د دغې ورورولۍ ترشا فقط يو لامل دی او هغه دی سيکولرزم …

په مغرب ، اسرايل او ترکي کښې سيکولرزم دی ځکه هلته يو بل لپاره احترام دی او د هغې لامله هلته ورورولي د او د دغه ورورولۍ او امن لامله هلته تاسو وينئ چې څومره خوشالي ، سوکالي ، جدت دی او دغه هېوادونه څومره پرمخ روان دي …
او بل اړخ ته چې مونږ وګورو نو د مذهبونو په نامه بوخت هېوادونه د دغه سيکولر هېوادونو ته محتاجه دي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه