دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپر افغانستان د ا.ا له واکمنۍ راهیسې پاکستان کې وسله وال بریدونه...

پر افغانستان د ا.ا له واکمنۍ راهیسې پاکستان کې وسله وال بریدونه زیات شوي

ويب ډيسک

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د ا.ا له واکمنۍ راهیسې پاکستان کې وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

یاد وزارت وايي د ټي ټي پي رهبري په افغانستان کې ده چې له امله یې پاکستان ته پرلپسې امنیتي ګواښونه پېښېږي.

وزارت زیاتوي پر افغانستان د ا.ا واکمنېدو د ټي ټي پي وسله والو ته دا جرئت او حوصله ورکړې چې په ډاډه زړه پاکستان کې عملیات ترسره کړي.

د پاکستان حکومت همدارنګه وایي د ډيورنډ کرښې نږدې سیمو کې د ا.ا کنترول کم دی او ټي ټي پي جنګیالي له دې خلا ګټه اخلي.

پاکستانۍ رسنۍ د هغه هیواد د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکي، په افغانستان کې زیاتره اوزګار شوي جنګیالي اوس لېواله دي چې ټي ټي پي سره یو ځای شي او په پاکستان کې عملیات وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت زیاتوي له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې مخالفو وسله والو عصري وسله ترلاسه کړې چې د دوی پر ضد یې کاروي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې کړي، خو ا.ا تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هیواد پر ضد ونه کارېږي او پاکستان کې ناامني یې د هغه هیواد کورنۍ مسئله بللې ده.

بل خوا د امنیتي چارو کارپوهان وایي پاکستان پخپله په سیمه کې ترهګري ترویجوله چې د هغه بل کړي اور څپه یې اوس خپل هیواد ته رسېدلې ده.

تر دې وړاندې د جمهوري نظام د ملي امنیت رئیس احمد ضیا سراج هم ویلي وو چې د پاکستان حکومت د خپلو کړو پرېکړو بیه پرې کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه