سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبشار اسد له هېواده تښتېدلی او پوځ مشر په رسمي ډول د...

بشار اسد له هېواده تښتېدلی او پوځ مشر په رسمي ډول د حکومت د نسکورېدو خبر تایید کړی دی

ويب ډيسک

د سوریې ولسمشر «بشار اسد» له هېواده تښتېدلی او د سوریې د پوځ مشر په رسمي ډول د حکومت د نسکورېدو خبر تایید کړی دی.

رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه د لیندۍ ۱۸مه د سوریې د پوځ د یوه افسر په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پوځ قوماندې د بشاراسد د حکومت د نسکورېدو ټولو ځواکونو ته خبر ورکړی دی.

دغې رسنۍ د سوریې د دوو جګپوړو پوځي افسرانو په حواله هم خبر ورکړی، چې بشاراسد له دمشق څخه نامعلوم ځای ته تللی دی او ځینو عربي رسنیو ویلي، چې ښايي اسد متحده عربي اماراتو ته تللی وي.

د بشاراسد د حکومت مخالف یاغیان نن سهار وختي د سوریې پلازمینې دمشق ته ننوتل او د سوریې لومړي وزیر محمد الجلالي اعلان وکړ چې د خلکو د ارادې په اساس به له نوي حکومت سره همکاري کوي.

په ترکیه کې د بشاراسد د حکومت د اصلي مخالفې ډلې مشر هادي البحره هم د اسد د حکومت نسکوېدل تایید کړ او زیاته یې کړه چې دمشق اوس له بشاراسد ازاد شوی دی.

ښاغلي البحره له العربیه سره په خبرو کې اعلان وکړ چې د واک د لېږد بهیر به د ملګرو ملتونو په همغږۍ ترسره کېږي او ادارې به په دوو ورځو کې خپل عادي فعالیت بیا پیل کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه