دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبينن په دویمه ورځ د هند غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د...

نن په دویمه ورځ د هند غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د ټاکلو بولۍ ته ۱۵ نور افغان لوبغاړي وړاندې شي

ويب ډيسک

ټاکل شوې چې نن په دویمه ورځ د هند غوره لیګ (IPL) لپاره د لوبغاړو د ټاکلو بولۍ ته ۱۵ نور افغان لوبغاړي وړاندې شي.

د لوبغاړو د ټاکلو پروسه د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره کېږي، چې پرون د نومبر په ۲۴مه په کې ۲ افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي.

په یاده بولۍ کې نور احمد لکڼوال د چینای سوپرکینګ لوبډلې له لوري په ۱۰ کروړه او رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز له لوري په ۲ کروړه هندي کلدارو واخیستل شول.

په لومړۍ ورځ درېیم افغان لوبغاړی وقار سلام خېل د هېڅ یوې لوبډلې له لوري وا نه خیستل شو.

ټاکل شوې چې ۱۵ نور افغان لوبغاړي هر یو: ابراهیم ځدراڼ, الله محمد غضنفر, عظمت الله عمرزی, فریدون داودزی, فضل حق فاروقي, قیس احمد, کریم جنت, ګلبدین نایب, مجیب الرحمن, محمد نبي, نجیب ځدراڼ, ننګیال خروټی, نوین الحق مرید, صدیق اتل, ظاهر خان پکتین، نن په دویمه او وروستۍ ورځ بولۍ ته وړاندې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه