پښتو جرنل
په کرم کې د دوه مذهبي فرقو تر منځ نښتې رامنځته شوې چې لکبله يي سیمه کې حالات کړکيچن شوي. د علیزۍ او بګن سیمو کې سختې ډزې روانې دي، بګن بازار ت يي په مکمله توګه اوور اچول شوي او همدارنګه په بالش خېل، خار کلی، کنج علیزۍ او مقبل کلي کې هم ډزې یو په شوې دي چې وضعه یې لاپسې کړکېچنه کړې ده.
تر دې دمه د راپورونو له مخې، په نښتو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. پرون د مسافرو پر ګاډو برید کې ۴۳ کسان وژل شوي وو. د درنو او اتومات وسلو استعمال د سیمې خلکو کې ویره او ډار خپور کړی دی.
د خرابو حالاتو له امله نن د کرم په ضلع کې ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې دي. د نښتو او کړکېچ له امله خلکو کې بېباوري او د ناامني احساس زیات شوی دی.
ځايي خلکو په وینا ضرورت دا دی چې حکومتي ادارې ژر تر ژره د امن راوستلو لپاره ګامونه پورته کړي او د اغيزمن شوو خلکو امنیت وساتي .


