سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاړا چنار : وژل شوؤ ۴۳ کسانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.

پاړا چنار : وژل شوؤ ۴۳ کسانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.

راپور : رشید خان

پرون لوئر کرم بګن او اوچت کې د ترهګرو په ډزو کې وژل شویو ۴۳ کسانو جنازه د ادا کولو وروسته خپلو پلرنیو هدیرو کی خاورو ته وسپارل شوې.
د جنازې پر مهال ډېر ده خپګان فضا ولیدل شوه.

د په مسافر په وړونکو موټرو باندې لوئر کرم بګن او اوچت کې ترهګرو هغه وخت برید وکړ، کله چې مسافر موټرونه د پېښور څخه پاراچنار او د پاراچنار څخه پېښور په دواړو خواوو کې روان وو.
د دې برید پر مهال ترهګرو په موټرو ډزې پیل کړې چې له امله یې ۷ ښځې او ۵ ماشومان په ګډون ۴۳ مسافر وژل شول او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د مړو جسدونه تېره شپه د ایمبولانسونو له لارې پاراچنار ته یووړل شول.
د دې پېښې پر ضد په پاراچنار کې ټول بازارونه او تعلیمي ادارې تړل شوې وې، او قهرېدلو خلکو د احتجاج په توګه په مرکزي سړک ټایرونو ته اور ورته کړ او لار یې بنده کړه.

بلخوا، د طوري بنګش قبیلې مشرانو وویل چې تېرو یو نیمو میاشتو راهیسې دوی له حکومت څخه غوښتنه کوله چې د تګ راتګ لارې دې خوندي کړي.
شاوخوا یو لک خلکو دوه اونۍ مخکې د امن مارچ هم کړی و، چې وروسته حکومت دوی ته د خوندي قافلو کې د سفر ضمانت ورکړ. خو بیا هم دا زړه بوږنوونکې پېښه وشوه، چې ټول مسؤلیت یې د پاړا چنار د اولس لخوا پر حکومت اچول کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه