دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتو پاکستان کې دومه ژبه ده چې زیات خلک په خبرې کوي

پښتو پاکستان کې دومه ژبه ده چې زیات خلک په خبرې کوي

ويب ډيسک

په پاکستان کې د شمېرنې دولتې ادارې په ګرد هیواد کې د ویل کېدونکو ژبو تفصیلات مخې ته راوړي چې له مخې یې پښتو له پنجابي ژبې وروسته په هېواد کې له ویل کېدونکو نورو ژبو تر ټولو ستره ژبه ده.

د شمېرنې د ادارې رپورټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې پښتو د 4 کروړه اؤ 36 لکه خلکو مورنۍ ژبه ده اؤ په دې حساب دا په پاکستان کې ویل کېدونکې تر ټولو ستره دویمه ژبه ده.

په دغه رپورټ کې په پاکستان کې د میشت تر ټولو زیاتو خلکو مورنۍ ژبه پنجابي بلل شوې چې د ویونکو شمېره یې 8 کروړه اؤ 89 لکه ښودل شوې ده.

خو د پاکستان سرکاري او رسمي ژبه اردو چې په ریاستي توګه “قومي ژبه” بلل کېږي په پینځم نمبر یاده کړل شوې اؤ د ویونکو شمېر یې د سرایکي ژبې د ویونکو څخه هم کم ښودل شوی دی.

د رپورټ له مخې پاکستان کې په دریم نمبر سیندي تر ټولو زیاته ویل کیږي اؤ دا ژبه د 3 کروړه اؤ 44 لکه کسانو مورنۍ ژبه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه