دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجنرال عاصم منیر : هیله ده چې افغانستان به د ترهګرۍ لپاره...

جنرال عاصم منیر : هیله ده چې افغانستان به د ترهګرۍ لپاره خپله خاوره کارول کېدو ته ورنه کړي.

ويب ډيسک

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي، د “خوارجو فتنه” [ټي ټي پي] د نړۍ د ترهګرو ډلو اؤ پراکسیانو په مرکز بدل شوې ده.

تېره ورځ اسلام اباد کې د “مارګله ډایلاګ ۲۰۲۴م ” په نامه راجوړې شوې دستورې ته وینا کې جنرال عاصم منیر ویلي هیله ده چې افغانستان به د ترهګرۍ لپاره خپله خاوره کارول کېدو ته ورنه کړي.

پاکستاني چارواکو په نهم نومبر د کوټې په رېلوې سټېشن له شوي هغه ځانمرګي برید وروسته یو ځل بیا په افغانستان د نیوکو لړۍ چټکه کړې چې نزدې ۲۶ کسان پکې وژل شوي اؤ ۶۰ ژوبل شوي وؤ.

د جنرال عاصم منیر له وینا مخکې په ۱۴م نومبر د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ په افغانستان د واکمنو طالبانو په مخاطب کولو سره ویلي وؤ بايد “د پاکستان د خلکو صبر ونه ازمايل شي”.

طالب چارواکو د کوټې له ځانمرګي برید وروسته د پاکستان ددفاع د وزیر خواجه اصف د نیوکو په ځواب کې ویلي وؤ، اسلام اباد دې خپل زمه واري د طالبانو په غاړه نه اچوي او خپلو ستونزو ته دې په کور دننه حل ولتوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه