ويب ډيسک
د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان د سرښار کوټې په ریلوی اسټیشن کې ځانمرګي برید شوی چې د چارواکو په وینا په دې برید کې ۲۲ کسان وژل شوي اؤ تر ۴۰ؤ زیات نور ژوبل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دا چاودنه د خالي یا شنبې په سهار هغه مهال شوې چې د جعفر ایکسپریس په نوم ریل ګاډي د کوټې څخه پېښور ته د تګ تابیا نیوله.
امنیتي سرچینې وایي ریل ګاډی لا په پلیټ فارم نه ؤ ولاړ چې په دعه مهال د ټکټونو د خونې تر څنګ یوه درنه چاودنه وشوه .
د کوټې د پولیسو مشر یا ایس ایس پي محمد بلوچ بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې دا یو ځانمرګي برید معلومیږي اؤ په اړه یې پلټنې پیل شوي.
هغه ویلي د چاودنې په مهال په ریلوی سټېشن کې تر ۱۰۰ زیات کسان موجود وؤ اؤ هغوي کې زیاترو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پولیسو مشر ویلي ، دپېښې د ځای څخه شهادتونه راټولولی شي اؤ پلټنې دوام لري.
بل لور ته بلوڅ بېلتون پالې ډلې بلوڅ لبریشن آرمي د برید پړه په غاړې اخیستې .


