سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران وايي د ورځې تر 3,000 زیات افغانان نیسي او خپل هیواد...

ایران وايي د ورځې تر 3,000 زیات افغانان نیسي او خپل هیواد ته ستنوي.

ويب ډيسک

ایراني چارواکو یو ځل بیا له خپل هیواده د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو پر جبري ستنولو ټینګار کړی او وایي امنیتي ځواکونه یې هره ورځ په دغه هیواد کې تر 3,000 زیات افغانان نیسي او خپل هیواد ته ستنوي.

پاکستان هم د تېر کال په نومبر کې د غیرقانوني مېشتو کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې پکې زیات افغان کډوال اغېزمن شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېر له مخې په تېر څه باندې یو کال کې څه کم شپږنیم لکه افغان کډوالو له پاکستانه خپل ملک ته ستانه شوي دي.

د ایران د صدا او سیما خبري ایجنسیو د نومبر پر اوومه ددغه هیواد د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې د مشر حسېن شرافتي راد په حواله ویلي، له ایرانه د بهرنیو غیرقانوني وګړو ایستل ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې راځي. شرافتي راد ویلي:

“د افغانستان د غیرقانوني مېشتو وګړو خلاف د چلند په اړه د ایران له 11 ولایتونو غیرقانوني وګړي د ستنولو لپاره د دوغارون له سټرېټیجکې پولې کار اخیستل کیږي”.

په دې وروستیو کې له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدلو بهیر ډېر چټک شوی دی. له ایران سره د افغانستان د سرحدي ولایتونو په ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي، ایران هره ورځ په زرګونو افغانان ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې نیسي او وروسته یې په یو ځای افغانستان ته ستنوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه