یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيافغانستان د ښځو لپاره ترټولو «ناوړه» هېواد دی.

افغانستان د ښځو لپاره ترټولو «ناوړه» هېواد دی.

ويب ډيسک

د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون بنسټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې موسسې د ګډ راپور موندنې ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره ترټولو «ناوړه» هېواد دی.

انټلي‌نیوز سه‌شنبه د وږي پر ۱۳مه د دغه راپور د موندنو په حواله لیکلي چې د نړۍ د ښځو، سولې او امنیت په نوملړ کې افغانستان د ښځو وضعیت له اړخه د ۱۷۷ هېوادونو په کتار کې وروستی ځای لري.

د راپور لیکوالانو دا امتیاز د څو «ترخو» بیلګو پر بنسټ ورکړی چې په کې د طالبانو له خوا د ښځو انتقامي وژنې او د هغوی جبري ورکېدل شامل دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو تر واک افغانستان کې د روغتیايي پاملرنې د خرابېدو له کبله د دغه هېواد له هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو څخه د شاوخوا ۶۲۰ میندو مړینه په نړۍ کې ترټولو لوړه کچه ده.

په راپور کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر تصویب شوي قانون ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې دغې ډلې پر ښځو نوي محدودیتونه لګولي دي.

د دغه راپور له مخې، له افغانستان وروسته د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، مرکزي افریقا او یمن د ښځو لپاره ترټولو ناوړه هېوادونه دي.

ډنمارک، سویس او سویډن د ښځو د وضعیت له نظره درې غوره هېوادونه دي.

طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

تېر کال هم افغانستان د ښځو د پرمختګ په برخه کې د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لرلو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه