ويب ډيسک
د ایران پلازمېنې تهران د بهرنیو کډوالو د چارو عمومي مدیر احسان حیدري وايي چې له «ري» سیمې څخه د افغان کډوالو د ایستلو طرحه پېل شوې ده.
حیدري یکشنبه د وږي پر ۱۱مه ویلي چې دا لړۍ به د وروستي کډوال تر ایستلو پورې دوام ولري.
هغه خبرداری ورکړی چې د ایران د کار قانون پر بنسټ به د هغو کسانو پر وړاندې چې بې اسناده کډوال استخداموي، جدي اقدام وشي.
دې ایراني چارواکي زیاته کړې: «هغوی [د کار مالکان] په لومړي پړاو کې جریمه کېږي او د دوام په صورت کې به له ۹۰ تر ۱۸۰ ورځو پورې بندي شي.»
ورته مهال، د تهران والي عليرضا فخري هم ټینګار کړی چې بې اسناده کډوال دې سملاسي له ایرانه ووځي.
همداراز د ایران صدا او سیما خبري اژانس د «ري» ښار د یو سیمهییز چارواکي مهدي بابالحوایجي په حواله ویلي چې بې اسناده کډول ایستل کېږي.
بابالحوایجي په وینا، په دې سیمه کې بې اسناده کډوالو ته د کورونو ورکول منع شوی دی.
په دې وروستیو کې ایران د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په هرات کې د طالبانو سیمهییز مسوولانو هم ويلي و چې ايران بې اسناده کډوال وباسي.
د دوی په وینا، هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ افغانان له قانوني اسنادو او مدرکو سره چې لا هم د هغوی د اوسېدو موده پاتې ده، له ایرانه ایستل کېږي.


