یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند : د شیخ حسینه په هکله مو تراوسه کومه پریکړه نه...

هند : د شیخ حسینه په هکله مو تراوسه کومه پریکړه نه ده کړي

ويب ډيسک

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هند د شیخ حسینه د حکومت له نسکورېدو وروسته د بنګله دېش پر وضعیت نږدې څارنه کوي. هغه زیاته کړه چې په بنګله دېش کې په روان بحران کې د بهرني سازش په اړه ویل اوس وختي دي.

په ګاونډي هیواد بنګله دېش کې د شیخ حسینه حکومت له نسکورېدو او له هیواد څخه له تېښتې او هند کې د لنډمهالې پناه اخیستلو شاوخوا شل ساعته وروسته، نوی ډیلي په لومړي ځل په رسمي ډول غبرګون ښکاره کړی دی. د بهرنیو چارو وزیر ایس جے شنکر په دې اړه په پارلمان کې د دواړو جرګو ته بیان ورکړ. هغه وویل چې په بنګله دېش کې حالات لا هم په بدلېدو دي او هند یې نږدې څارنه کوي.

هغه په بنګله دېش کې د پېښو، د شیخ حسینه له وتلو او په هند کې د هغې د اوسېدو او د ځینو هندي چارواکو سره د هغې د لیدو په اړه هم معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د شیخ حسینه په اړه تر اوسه کوم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې شیخ حسینه لا هم په هند کې ده او حکومت غواړي چې هغې ته وخت ورکړي ترڅو د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

ایس جے شنکر وویل چې په بنګله دېش کې د لږکیو په وړاندې د بریدونو راپورونه ترلاسه شوي دي. د هغوی عبادت ځایونه هم په نښه شوي دي. هغه وویل چې موږ په دې راپورونو اندیښمن یو او هیله لرو چې وضعیت ژر تر ژره عادي شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه