یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيشاعراديب اؤ چاپېرچل

شاعراديب اؤ چاپېرچل

لیکنه /ډاکټر مصطفیٰ کمال

يو ملګري راته د پښتو د يو ډېر ښۀ شاعر په حقله خبره کؤله چې څۀ وخت زما بدلي د دوي علاقې ته شوې وه. يوه ورځ ېئ راسره يو کليوال په ګاډي کښې تلو، نو ما ورته ؤوې چې “تۀ خو ډېر خوش قسمته ئې، چې د دومره مشهور سړي د کلي ئې”. هغۀ راته ؤوئيل چې “مونږ خو ېئ په سړو کښې هم نۀ شمارو، خو دې خلقو ترې هسې يو شے جوړ کړے دے”. ۔۔۔ اؤ په دغه تناظر اؤ پس منظر کښې کۀ مونږ د هر يو ښۀ شاعر اديب ژوند ؤځېرو، نو هم دا نکته ترې راپورته کېږي، چې “شاعر اديب د قام سترګې نه، چې ژوندے وي، نو عموماً د خپل قام د سترګو ازغے وي”.
د سُقراط (Socrates) اؤ ورپسې د يونان د ړوند شاعر هومر (Homer) د کردارونو نه راواخله، چې په خپله زمانه کښې ورسره، خپلو خلقو کوم عمل کړے ؤ، تر اوسني وخته، يو شاعر اديب اؤ پوهاند داسې نشته، چې په خپل چاپېرچل کښې به ېئ لوغړن ژوند نۀ وي کړے. شېکسپېئر (Shakespeare) چې نن ېئ مغرب د نړۍ تر ټولو لوے اؤ معتبر شاعر اديب ګڼي، د خپل عصر دومره سپېرۀ سړے ؤ، چې تر اوسه ېئ پېژندګلو مشکوکه ده. بيا د مغرب د چارلس لېمب (Charles Lamb) غوندې شاعرانو سره چې څۀ شوي، هغو ته نن هم بنده له ژړا ورشي. دې خوا زمونږ د پښتنو د ستر خوشحال بابا ژوند هم، په خپله د تاريخ يو تريخ باب دے، چې وائي،
لا يو شر راځنې لاړ نۀ وي، بل راشي
ګويا زۀ پېدا په ورځ د شور و شر يم
رحمان بابا، چې اوس ېئ خلق د خپل دور لوے غوث اؤ ولي شماري، ژوند ته ؤګورئ، نو د خپل عهد د يو نوم ورکي سړي نه سېوا هېڅ نۀ ؤ. تر دې چې اوس ېئ خلق د ژوند الط غلط حالات د شعرونو نه قياسي راؤباسي … اؤ د هغۀ غېر مستند سوانح ترې رارغوي. بیا د حافظ الپورۍ غوندې پښتنو شاعرانو به ولې وئيل چې،
باز په جاله کښې چا نۀ دے پېژندلے
قدر نشته د حافظ په الپورۍ کښې
د لنډې دورې د حمزه بابا اؤ سمندر خان سمندر غوندې شاعران اديبان، چې د ژوند د کومو کړاوونو نه تېر شوي، د هغو ګواهان لا اوس هم ژوندي دي …. حمزه صېب ته چې به دوه درې څلور سوه روپۍ چرته نه په لاس ورغلې، نو ډاکټر حکيم ته به پرې ورغے، ګني خپل بدني تکليفونه اؤ رنځونه به ېئ ځان سره غوټه کړي ګرځؤل. کۀ يقين مو نۀ کېږي، نو ؤګورئ د طاهر افريدي په کتاب “ګوتې قلم ته په ژړا شوې” کښې، د حمزه بابا د خپل لاس ليکلي خطونه، چې په کومه تنګدستۍ اؤ غريبۍ کښې هغۀ خپل اٰخري ژوند کړے.
حمزه خېر دے کۀ نن قدر زما نشته
ولې ؤنۀ وائې دا چې سبا نشته
کومه شپه چې په بازارکښې شمع نۀ وي
خلق وائي چې نن ولې رڼا نشته
سمندر خان سمندر، چې به دياړۍ اؤ مزدورۍ کؤلې … اؤ چاې ډوډۍ به ېئ هم ځان له په خپله پخؤل … چرته ېئ هم په پښتو ليکلو قلم نۀ دے ولاړ اؤ وئيل به ېئ،
کۀ مې غږ تا چا غوږ کښېخو چار ېئ ښۀ
کۀ چا هسې په ځاے پرېښو چار ېئ ښۀ
بيا پښتنو ته پته ده چې قلندر مومند په بېروزګارۍ اؤ ناچارۍ تېره کړه، بيا د اجمل خټک اؤ همېش خليل څۀ حال ؤ؟ قېدونه، بندونه، د خلقو ستغې سپورې اؤ پېغورونه …اؤ بيا هم د پښتو ژبې اؤ ادب بې لوثه، بې بدله خدمتونه. لکه د اجمل صېب خو وائي چې،
قسم کۀ زۀ خو د نيمګړي ژوند په خوند پوهه شوم
خدائېګوکۀ زۀ خو د دې زيست روزګار په بند پوهه شوم
عبد اللّٰه استاد د نوښار د خلقو په اړه هسې خو نۀ وئيل، چې
عبد اللّٰه نوښارو پوزې له راوستے
هډو نن سبا ترې تښتي له نوښاره
د رحمت شاه سائل غريبۍ، تنګدستۍ … اؤ بيا پرې د پاسه د سرکار د قېدونو اؤ بندونو ناوړو، هغه په دې خبره يقيني کړے ؤ چې،
منصور په دار زوړند، مجنون خلقو په کاڼو ويشتے
کېږي هم دا د محبت د ګناهګاره سره
يو ملګري راته د پښتو د اوسني وخت د يو ډېر ښۀ ځوانيمرګ شاعر په حقله وئيل چې اسلام اٰباد ته فلاني له راغلے ؤ. هغۀ وئيل چې ما هوټل ته بوتلو نو چرګ مې ورله راؤغوښتو. دغې شاعر چې نمړې خُلې ته کړه اؤ ما ورته ؤکتل نو له سترګو ېئ اوښکې روانې وې ….په ډېر اصرار ېئ راته حال ؤوې چې زما څلور کاله ؤشُو چې د چرګ غوښه مې خُلې له نۀ ده راؤړې. بيا دغه شاعر په ځوانه ځوانۍ کښې، د خپلو بې اسرې وړو بچو نه د ګور تورو خاؤرو ته څنګه کوز شو، هغه ځانله يوه لويه الميه ده.
د مۀ مې لمبوئ خلقه، مۀ مې ښخوئ خلفه
ما چرته کښې لرې په مېرو ؤغورزوئ خلقه
شاعر عبدالرشيد رشيد، چې غمژنه شاعري ېئ يو وخت ګڼو سندرغاړو زمزمه کړې وه، نه په باجوړ کښې تربورانو زمکه اؤ جائېداد قبضه کړي وو. په دې پېښور کښې به ېئ رېړه کؤله اؤ ډېرې چغې ېئ ؤوهلې … خو خپل حق ېئ تر لاسه نکړو …. اؤ اخر دا چې د پېښور په تهکال کښې ېئ د خپل طبعي عمر نه ؤړاندې په ځوانه ځوانۍ کښې ساه ورکړه.
غرض مې دا دے چې د ښۀ شاعر اديب ژوند چرته په سکون اؤ قرار نۀ دے پاتې … بيا د خپل چاپېرچل له کبله چې څومره دا خلق په اور ګډ وي، دومره بله طبقه نۀ وي. هغه د غني خان خبره،
ژوند اؤ قرار، اور اؤ اوبۀ دي
نۀ به يو ځاے شي، نۀ يو ځاے کېږي
نن هم ډېر شاعران اديبان لګيا دي، د خپلو بې وسو اؤ بې ارزو په اور کښې سوزي …. د فرياد اؤرېدو اؤ غم شريکؤلو ېئ څوک نشته … اؤ د بعضو د شعر اؤرېدل خلقو له ځکه خوند ورکوي چې ايوب صابر وائي،
قلم ډوب کړه خپلو وينو کښې صابره
بې له وينو ښۀ شعرونه نۀ جوړېږي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه