ويب ډيسک
اسماعیل هنیه په تیرو دوو لسیزو کې د حماس د ډلې تر ټولویو لوړپوړې مشر وو چې په وروستیو کلنو کې یې ددغې ډلې د سیاسي چارې په قطر کې اداره کولې.
اسماعیل هنیه په ۲۰۱۷ کال کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه انتخاب شوی وو او په دې وروستیو کلنو کې یې له قطر او ترکیې څخه د حماس فعالیتونه اداره کول.
نیویارک ټایمز په یو راپور کې ویلي چې اسماعیل هنیه د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه ددغې ډلې په خبرو او د خطر ډکي دپلوماسۍ کې د هغې له ډلې د اسرائیلو سره د اوربند د موافقې په خبرو کې اساسي ونډه لرله.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د مصر، قطر او امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب د اسرائیلو او حماس ترمنځ د غزې د جګړې د پاې ته رسیدلو او د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره په روانو خبرو کې په مرکچیانو کې شامل وو.
ددې دمخه هنیه په ۲۰۰۶ کال کې په غزه کې د حماس د رهبر په توګه ټاکل شوی وو. په دغه کال کې هغه د فلسطینانو د یو ائتلافي حکومت د صدراعظم په توګه د لنډې مودې لپاره هم کار کړی وو، چې نیویارک ټایمز د راپور له مخې د فلسطیني ډلو ترمنځ چې وسله والې نښتې هم په کې شاملې وې د میاشتو میاشتو لپاره د ترینګلتیا وروسته دا حکومت منحل شو.
د حماس ددغه لوړ پوړي مشرمور او پلار دواړه فلسطینیان دي. هغه په ۱۹۶۲ کال کې د غزې په شمال کې د شاطي په نوم د فلسطینیانو کډوالو په یو کمپ کې زیږیدلی وو.
د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس د اسماعیل هنیه مور او پلار په ۱۹۴۸ کال کې د اوسني اسرائیلو څخه له خپل کور څخه عسقلان ته کډه شوي وو. هنیه په هغو ښوونځیو کې چې د فلسطینیانو کډوالو ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالو په کمپونو کې جوړ شوي وو زده کړې کړې وې او د عربي ادبیاتو په څانګه کې یې د اسلامي پوهنتون څخه فارغ شوی وو.
د بریتانوي ورځپاڼې ګارډین د راپور له مخې هنیه کله چې د غزې په پوهنتون کې په زده کړو بوخت وو، یوې سیاسي ډلې سره چې د حماس مخکښه ډله وه یو ځای شو او په سیمه ییزو سیاستونو او اعتراضونو کې فعاله برخه لرله.
په دې راپور کې ویل شوي:” هغه په ۱۹۸۷ کال کې د حماس د تشکیل د فلسطین په لومړنۍ انتفاضیه کې د حماس سره یو ځای شو او د اسرائیلو له خوا څو ځلې بندې شو”.
نیویارک ټایمز ویلي چې هغه د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلنو ترمنځ څو ځلې د اسرائیلو له خوا په زندان کې اچول شوی


