ويب ډيسک
په پاکستان کې روان کال د کولې په درنګونو یا کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې د مړه شوو مزدورانو شمېر 111 ته رسېدلی، په مړو کې زيات شمېر د خيبر پښتونخوا په خاصه د سوات د شانګلې سیمې د مزدورانو دی.
روان کال د جولای مياشتې په اتلسو ورځو کې په ټول پاکستان کې 19 د کولې مزدوران مړه شوي دي، په بلوچستان او پښتونخوا کې په تيره يوه اونۍ کې نهه مزدوران مړه شوي دي.
د چارشنبې- شورو په ورځ د هرنايي ضلعې په لعل خان کول ماينز کمپنۍ نومي سيمه کې څلوېښت کلن نعمت اللہ سنزرخیل په کوله کان کې مړه شوی دی.
د چارواکو په وينا نعمت الله د هرنايي اوسېدونکی دی او هغه د کولې په کان کې د زهرجن ګېس د جمع کېدو له کبله مړ شوی دی.
له همدې پېښې سره په تېره شاوخوا يوه اوونۍ کې په بلوچستان کې د کولې په کانونو کې د مړو شوو مزدورانو شمېر درې شوی، خو د پښتونخوا او سيند صوبې په ګډون د مړه شوو ټولو مزدورانو شمېر 11 ته رسېدلی او دا ټول پښتانه مزدوران دي. په مړه شوو کې 10 تنه د پښتونخوا صوبې دي.
په کوټه کې د پښتونخوا صوبې یو د کولې کارکوونکی خورشيد وایي، د دوی سیمې بحرين، مينګوره، شانګله او کالام د جنت غوندې دي، خو وایي هلته مزدورۍ او کارونه نشته نو ځکه بلوچستان ته “د کولې کانونو دوزخ” ته راځي.


