لیکنه :کیومرث صمدي
مسعود پژشکیان بالاخره د ایران ولسمشر شو. د هغه د بریا لاملونه د نورو نوماندانو پرتله پیاوړي ارزول شوي وو. خو له محمد باقر قالیبافه د سعید جلیلي مخکې کېدل د ډېرو لپاره د باور وړ نه وو. د ایرانیانو مطلق اکثریت او ان منتقدین او بهرنیان پر دې باور وو چې سعید جلیلي به د قاليباف په ګټه تېر شي.
ځیني وختونه غالبې وړاندوینې ناسمې ثابتېږي. که څه هم جلیلي ګټونکی نه شو، خو د پاموړ رایې یې ترلاسه کړې. هغه څه چې د ایرانیانو په منځ کې د افراطي سیاسي فکر نفوذ څرګندوي. په دې حالت کې دا له امکانه لېرې نه ده، چې هغه په راتلونکي کې د تندلارو اصولګرایانو په استازیتوب په ولسشمرۍ ماڼۍ کې مېشت شي.
د ټاکنو په دویم پړاو کې فضا په بشپړه توګه دوه قطبي وه او د پزشکیان او جلیلي نظرونه تر پخوا ډېر څرګند وو، تر دې چې افغان طالبان د یوه پیغور په توګه یادېدل او د لومړي قطب د پلویانو له لوري دویم قطب کټ مټ طالب بلل کېده. د بېلګې په توګه، د حسن روحاني د دویم حکومت د مخابراتو وزیر او د پزشکیان د کمپاین مهم غړي محمد جواد اذري جهرمي د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال وویل:
«موږ به اجازه ورنه کړو چې ایران د طالبانو لاس ته ولویږي.» دقیقاً د هغه نغوته د جلیلي د احتمالي بریا خطر ته وه. د دغه ایراني سیاستوال له څرګندونو دوه انګېرنې کېدای شي: لومړی دا چې جلیلي د اصلاح غوښتونکو او په ځانګړې توګه د پزشکیان کړۍ له نظره د ماهیت له پلوه له طالبانو سره کوم توپیر نه لري. هغه انحصارغوښتونکې ډله ده چې له نړۍ سره ضدیت یې خوښېږي. البته د جلیلي دغه تعریف سم ښکاري او ان هغه کسان چې ده ته یې رایه ورکړې، د نوموړي تندلارېتوب له پامه نه غورځوي. دویم، د جهرمي موخه دا هم کېدای شي چې که جلیلي ګټونکی شوی وای، په دې توهم سره به یې له طالبانو بې ساری ملاتړ کړی وای چې ګواکې د امریکا دښمنان دي، بې له دې چې د ایران د خلکو ګټو ته پام وکړي. خو جلیلي او د هغه پلویانو چې ظاهراً یې په واک کې نور وسایل نه درلودل، د پزشکیان راتلونکی حکومت «د روحاني دریم حکومت» باله. یا یې هم په پزشکیان تور پورې کاوه چې د شیعه ګانو عقیدو ته بې پامي کوي. د بېلګې په توګه، اذري جهرمي د پزشکیان له بریا وروسته، په خپله یوه وینا کې وویل: «هغوی ویلي وو چې پزشکیان د محرم پر لومړۍ د ټاکنو له ګټلو وروسته، د نڅا پروګرام جوړوي، خو نن موږ د یا حسین یاحسین چیغې وهو.»
که پورته څرګندونې هر څه وي، دا په ډاګه کوي چې د طالبانو پر وړاندې به د پزشکیان حکومت بهرنۍ تګلاره د دیارلسم حکومت پرتله توپیر ولري. دا یو واقعیت دی چې د اصلاح غوښتونکو حکومتونه په سیمه کې د اسراییلو او لوېدیځو دولتونو په ځانګړې توګه د امریکا پر وړاندې د اسلامپالو ډلو ملاتړ ته زړه نه ښه کوي، مګر دا چې مجبوره شي. اوس چې د طالبانو نوم په ټاکنیزو لوبو کې شامل شوی او پزشکیان خپل سیال کټ مټ د طالبانو په څېر ګڼلی، که په ظاهره هم وي، هڅه کوي له جبره- نه له لېوالتیا له هغوی سره اړیکه ټينګه کړي. که ځير شو، د پزشکیان د بریا په تړاو د طالبانو اعلان ګونګ او مبهم دی. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې یوازې هیله ښودل شوې چې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکي لا ډېرې ټینګې او پراخې شي. له امکانه لېرې نه ده، چې د پزشکیان د پلويانو لخوا د پیغور په توګه د طالبانو د نوم يادول د دې ډلې د نارضايتۍ لامل شوي وي.
پزشکیان هغه مهال کولای شي د طالبانو پر وړاندې بېله بهرنۍ تګلاره تعقیب کړي چې کابینه یې له ډېرو فلټرونو روغه تېره شي. یو له دغو فلټرونو اسلامي شورا ده؛ هغه شورا چې ۲۹۰ څوکۍ لري او ۱۷۲یې هغه یې په بنسټپالي اړخ ( اصولګرایانو» او د دیارلسم حکومت په ملاتړو پورې اړوندې شوې دي. د اصلاح غوښتونکو غورځنګ او منځلارو قوتونو ۶۳ څوکۍ ګټلي دي. د خپلواکانو اړخ ۲۶ څوکۍ لري، د هغو خپلواکانو اړخ چې د اصولپالنې مخینه لري. ۱۰ څوکۍ هغو خپلواکو شخصیتونو خپلې کړې چې پخوا یې د اصلاح غوښتونکو جبهې پلویتوب کاوه. ۱۹ څوکۍ هغو کسانو خپلې کړې دي چې له کوم سیاسي اړخ سره تړاو نه لري او دیني لږکي هم پکې شامل دي. تر ټولو مهمه دا چې د پارلمان مشر هغه څوک دی چې د پزشکیان ټاکنیز سیال و او په دویم پړاو کې یې د جلیلي ملاتړ وکړ: قالیباف. د پزشکیان د لوړې مراسم به د روان کال د زمري میاشتې په نیمایي کې ترسره شي او د هغه کابینه به د وږې میاشتې په لومړیو کې پارلمان ته ولاړه شي. د پارلمان جوړښت ته په پام سره، د پزشکیان حکومت د وزیرانو لپاره ستونزمنه ده چې د باور رایې ترلاسه کړي، مګر دا چې په کابینه کې هغه کسان شامل کړي چې د بنسټپالو د غورځنګ لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي.
بل فلټر چې ښایي د پزشکیان د کابینې ځینې غړي پکې پاتې راشي، د «مشرتابه دفتر» یا «د ځواک سخته هسته» ده. معموله دا ده چې د حکومت وزیران د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر علي خامنه اي په مشوره ګومارل کیږي. د بېلګې په توګه، څو میاشتې مخکې د یوولسمو او دولسمو حکومتونو ولسمشر حسن روحاني اعتراف وکړ: «د یوولسمو او دولسمو حکومتونو په پیل کې کله چې ما له مشرتابه سره وزیران چک کړل، هغوی د ښاغلي (جواد) ظریف له وزارت سره موافق و.» دا د خامنه اي د نظر اخیستو اړتیا په ګوته کوي. ویل کیږي چې د استخباراتو، دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون د ځينو ادارو د چارواکو ګومارنه د مشرتابه له شنه څراغ پرته ممکنه نه ده.
دا د پزشکیان د حکومت لپاره چې له لوېدیځ سره د تعامل په هڅه کې دی مهمه ده، چې څوک د هغه د بهرنیو چارو وزیر وي. البته، د مشرتابه دفتر غواړي داسې یو څوک د بهرنیو چارو وزیر شي چې د هغه څه چې په سیمه کې د «مقاومت محور» په نوم یادېږي، د ملاتړ فکر ورسره وي. دا سمه ده چې د بهرنۍ تګلارې عمومي او اساسي کرښې د خامنه اي لخوا ټاکل کیږي، خو که ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر داسې کسان وي چې په بشپړ ډول د هغه مطلق اطاعت کوونکي نه وي، کولای شي د ایران د بهرنۍ تګلارې دستګاه هغه لوري ته رهبري کړي چې د ایران خلک یې غواړي، نه افراطي بهیرونه.
سپاه پاسداران هم د پزشکیان د حکومت لپاره یوه جدي ننګونه ده؛ هغه پیاوړی غورځنګ چې په دودیز ډول د هغو اسلامپالو ډلو ملاتړ کوي چې ظاهرا د امریکا مخالفې دي. که څه هم دا د پزشکیان لپاره په بشپړه توګه ممکنه نه ده چې په سیاست کې د سپاه پاسدران د مداخلې مخه ونیسي، خو که خطر ومني، کولای شي د «میدان» او «ډیپلوماسۍ» ترمنځ انډول رامنځته کړي، هغه څه چې د ایران او طالبانو تر منځ اوسنۍ اړیکې به اغېزمنې کړي.
که د پزشکیان کابینه له دغو دریو فلټرونو روغه ووځي، د طالبانو پر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کې د بدلون هیله کیدای شي، که نه نو دغه حکومت به هم د ديارلسم حکومت پر لاره روان وي، هغه څه چې د مشرتابه دفتر هم پرې ټینګار کوي. البته، احتمالي بدلون به جدي او د پاموړ نه وي. ښايي هغه څه چې پزشکیان یې باید وکړي دا وي چې له طالبانو سره په تعامل کې د افغانستان له واقعیتونو د معیار په توګه کار واخلي، نه دا چې له امریکا سره د دې ډلې د دښمنۍ د توهم لپاره ډېر څه قربان کړي.


