یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعمران خان افغانستان کې د پوځي بریدونو د ترسره کولو پريکړه «احمقانه»...

عمران خان افغانستان کې د پوځي بریدونو د ترسره کولو پريکړه «احمقانه» بللی دی

ويب ډيسک

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، چې اوس په زندان کې دی، د اسلام اباد د حکومت ګواښ په افغانستان کې د پوځي بریدونو د ترسره کولو لپاره «احمقانه» بللی دی.

ښاغلي خان په اېکس پاڼه کې زیاته کړه چې «له افغانستان سره د اړیکو بیا رغول زموږ بیړنۍ اړتیا ده.»

د پاکستان پخواني لومړي وزیر هم ویلي، چې د هېواد پوځ به د ا.ا له ملاتړ پرته د ترهګرۍ پر ضد جګړه نه شي ګټلی.

د عمران دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د مبارزې لپاره د «عزم استحکام» په نوم عملیات پیل کړي او د دغه هېواد پوځ هم د «عملياتو» پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه