یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيبرطانوي راج

برطانوي راج

لیکنه :ډاکټر مبارک علي  
ژباړن:‌ عبېد‌خان

 

د دنيا پۀ تاريخ کې غير ملکي حکومتونو ته پۀ مختلفو نظرونو سره کتلے شو دي. نو آبادياتي نظامونه چې پۀ کمه کمه ملکونو کې هم جوړ شو دي، هغه د فتحي پۀ شکل کې منځته راغلي دي.

هغه معاشرې چې د طاقتورو او د سامراجي قوتونو د لاسه يې شکست خوړلے دے، هغوي د ماتي نه وروسته خپل زور او قوت بايللے دے او د هغوی مزاحمتي تحريکونه يې پۀ سختۍ سره دباؤ کړ دي.

پۀ هغوي نو آبادياتي طاقتونو تر هغه وخته پوري حکومت کړے دے چې تر څو پوري پۀ هغوي کې د ردِ عمل پۀ شکل کې يو ځل بيا زور او قوت نۀ دے پيدا شوے او هغوي پۀ مزاحمتونو او بغاوتونو سره نو آبادياتي حکومت کمزورے کړے نۀ دے.

د ازادۍ نه وروسته چې کله تاريخ يو ځل بيا د سره تشکيل کيږي نو د دوي دپاره نو آبادياتي دور د خپګان او د شرم وجه ګرځي. دا دوي ته د ماتي ياد تازه کوي. پۀ دي کې د دوي غربت، بې حسي او بې وسي پټه وي.

ايا پۀ دي کې د دوي د غلامۍ د ژوند نه سبق واغيستلے شي؟ د خپلي ماتي او د غلامۍ تجزيه وکړے شي؟ پخپلي پس ماندګۍ غور وکړے شي يا خپل تهذيب او کلتور ته وکتلے شي چې هسې نۀ بيا داسي حالات پيدا شي او دوي پکې بيا پس مانده او د غلامۍ اړخ ته لاړ شي.

دويمه لاره دا ده چې هغه دور او زمانه مکمل د نظره وغورځولے شي او يا پټه کړے شي، چې د ماتي کمه داغ دے، هغه پۀ نظر نۀ راځي. دا لاره د سپېن خلکو خپله کړه. هغوي پۀ سپېن د عربو حکومت مکمل د نظره وغورځولو او هغه دور يې د خپل تاريخ نه بهر کړو او خپله تاريخي لړۍ يې مخ پۀ وړاندې بوتله. هم دا لاره پۀ بلقان کې د عيسايانو رياستونو خپله کړه، هغوي د عثمانيې د حکومت دور او د هغوي لاسبرے هير کړو چې د غلامۍ دور د هغوئ د تاريخ برخه جوړه نۀ شي.

د ازادۍ نه وروسته د برصغير د تاريخ پوهانو مخي ته دا يوه اهمه مسله ده چې پۀ هندوستان کې د برطانيې د دور تاريخ پۀ کوم ډول او طريقې سره د تاريخ برخه جوړه کړو.

دا خو يو حقيقت دے چې دا دور د تاريخ يوه برخه ده. او دا هم يو حقيقت دے چې د برطانيې اقتدار او عمل دخل د هندوستان د تاريخ لړۍ ماته کړي ده.

لۀ دي‌ وجي نه دا سوال چې ايا دا دور داسي د نظره وغورځولے شي لکه څنګه چې د سپېن او د بلقان خلکو وغورځوؤ؟ يا د تاريخ يوه برخه ګڼلو باندي د دي تجزيه وکړے شي؟ دلته دا سوال هم را پيدا کيږي چې ايا دا د برصغير پۀ تاريخي عمل کې صرف يو لاسوهنه وګنلے شي يا دا وکتلے شي چې دي د تاريخ لړۍ ماته کړه او د يوي نوي لړۍ بنياد يې کيښود؟ يوه داسي لړۍ چې هغه د نو آبادياتي دور د ختميدو نه وروسته هم پۀ څه نه څۀ شکل کې روانه ده.

دلته دا سوال هم پيدا کیږي که چري پۀ هندوستان کې د برطانيې واکمني جوړه شو نۀ وے او زمونږه تاريخي لړۍ هغه شان روانه وے، او پۀ دي لړۍ کې بدلونونه راغلي وے. روايتونه، قدرونه او ادارې ماتي شو وے، ذهنونه بدل شو وے، پۀ پخواني عادتونو او رسمونو کې بدلون راغلي وے، او دغه شان معاشري پۀ دننه توګه خپل شکل او صورت بدل کړے وے نو پۀ دي ټول عمل کې به زمونږ پۀ معاشره کې د خپل تهذيب او کلتور ساه پاتې شوي وے؟ پۀ برطانيې دور کې چې کمه بدلونونه راغلل هغه د بهر او د بري نه راغلل. چې کله نوي اداري،‌ نوي روايتونه او قدرونه جوړ شو او د نوي ذهنونو تشکیل وشو نو دي د ماضي سره زمونږ رشته ختمه کړه.

دي زمونږ معاشره پۀ دوه برخو کې تقسیم کړه: يوه هغه، چې د جديد يورپي نظرياتو منونکي دي. بله هغه، چې د وسه پوري يې ځان د پخواني ماضي سره تړلے دے. يوه خپل ماضي او رواياتو ته پۀ سپک نظر ګوري.‌

بله پۀ دي کې شان، شوکت او ګټه لټوي‌. يو د مغرب پۀ ډول د خپلي معاشري بنياد ږدي نو بله د خپل ماضي بيا ژوندي کولو کوشش کوي او د مسائلو حل پکې لټوي.

د غير ملکي واکنمۍ پۀ اړه يو دا دليل ورکړے کیږي که چري نو آبادياتي نظام ترقي ياقته يې نو د خپل لاس نه لاندې ملکونو کې د پرمختګ رفتار تيز کوي او پۀ نتيجه کې يې معاشره ترقي کوي، او هغه مقام ته ډير ذر رسي کم ځاے ته چې به هغه پخپل اندروني جدوجهد او عمل نه وروسته رسيدله.

لۀ دي وجي نه چې کله د برطانيې د دور پۀ دي نظر سره تجزيه کیږي نو دا دلیل ورکړے کیږي چې د دوي د وجي نه هندوستان د جديديت سره آشنا شو. مغربي تعلیم روشن خياله ډله پيدا کړه.

پۀ مشرقي علمونو باندي نوي تحقيق هغوي د يو نوي ژوند او نوي لارو سره آشنا کړل. مغربي ساينس، فلسفي او نور سماجي علمونو د عقليت دود پيدا کړو. د مغربي تهذيب ماديت د عام کس پۀ ژوند کې د خوشحالۍ او د خندا حاصلولو جذبه پيدا کړه.

پۀ معاشره کې د نظم او ضبط اوصول راغلل چې د هغي پۀ بنياد ډلې جوړي شوي او يو ځاے کيدو سره يې د جدوجهد اصول خپل کړل. د مغربي تهذيب د اثر لاندي داسي اداري جوړي شوي چې د هغي لۀ وجې ښکتو ډلو ته د اوچتيدلو موقعه ميلاؤ شوه.

نوي تعلیم نوي نوي نوکرۍ پيدا کړي چې پۀ هغې کې ډاکټر، وکيل، صحافي، جج او داسي نوري شامل دي.
خو پۀ دي باندي دا اعتراض هم کیږي چې د بدلون پۀ دي عمل کې د نو آبادياتي نظام خپلي ګټې وي.

اګر چې د دي ګټه د هندوستان معاشري ته هم وشوه. خو هغوي د خپلي واکمنۍ مظبوطوالي برقرار ساتلو دپاره د اوچت نسل خلکو له زيات نه زيات مراعات ورکړل او هغوي يې د خپل ځان سره ملګرې کړل.

که چري د نو آبادياتي نظام د هندوستان پۀ ټولنه تر دي حده اثرات وو نو ايا دي بدلونونو د ټولني د ماضي سره رشته ختمه کړه؟ د دي پۀ جواب کې اوليوسس وايې چې د برطانيې د واکمنۍ باوجود د هندوستان د خپل ماضي سره رشته ختمه نۀ شوه او د مخکې پشان پاتي شوه.

(۱) د دي پۀ حواله سره هغه وايې چې د هندوستان د ابادۍ دريمه برخه يانې ۱/۳ د هندوستان د راجاګانو او نوابانو سره وه د دي وجي نه پخوانۍ اداري او روايتونه هغه شان پاتي شو. لۀ دي وجي هندوستان پۀ برطانيې علاقو او مقامي رياستونو کې تقسیم شو چې پکې غير مساوي ترقي وشوه.

د برطانيې د واکمنۍ يوه ګټه دا وشوه چې خپل منځي جګړې ختمي شوي چې د هغي لۀ وجي د بيوروکريسۍ زور زيات شو. وس دا اصول جوړ شو چې د حکومت پۀ ځاے انتظام کول دي. دي وجې نه د جنګ کوونکو پۀ ځاے د انتظام کوونکو قدر پيدا شو، چې د هغوي انتخاب به د تعلیم، صلاحيت او قابلیت پۀ بنياد کيدو.

پۀ نو آبادياتي نظام کې د اوليوسس پۀ وينا پخواني شراب پۀ نوي بوتلو کې واچولے شو. چې کله انګريزي ژبه سرکاري ژبه شوه نو د دي زده کوونکي د اوچت نسل برهمن او کايست وو. پۀ مسلمانانو کې هم د اوچتي ډلي خلکو د دي نۀ ګټه پورته کړه.

دغه شان مراعات پۀ بره خلکو کې محدود پاتي شو. تعليم نه علاوه پۀ تجارت کې هم ميواړيان، پارسيان او بنيان د انګرېزانو سره ميلاؤ شو او د هغوي دپاره يې د دلال يا د سوداګرو کردار ادا کړو. د زراعت پۀ ميدان زميندار او جاګيردار د هغوي مدد ګار شو.

د دي نتيجه دا راؤتله چې د تاجر او د زميندار ډله د بدلون زمه وار نه شو، بلکې هغوي د نو آبادياتي نظام جرړې مظبوطي کړي.

پۀ نو آبادياتي دور کې د انګرېز حکمران ډلي د مذهب په معاملاتو کې د ګوتو وهلو نه پرهيز وکړو او د هندوانو او مسلمانو د مذهبي خبرو يې احترام وکړو. پۀ سنسکرت ژبه تحقيق، د مستشريقينو روښانه ماضي بيا تازه کول، نسلي فرق روان ساتل، د آريه د اوچت نسل نظريې له ترقي ورکول، د مندرو حفاظت کول، د هغوي پۀ رسمونو کې شرکت کول، ۱۸۶۳ء کې مندرونه د رياست د کنټرول نه ويستل او د ډلو پۀ حواله کول، يانې د برهمنو پۀ لاس کې ورکول، دي ټولو خبرو پۀ هندو ټولنه کې د برهمت او ورن نظريې له يو نوے ژوند ورکړو. لۀ دي وجې چې پۀ نو آبادياتي نظام کې کمه بدلونونه پۀ نظر راتلل هغه ټول د نظر دهوکې وي، ځکه چې معاشره پۀ هغه پخواني او خرابو بنيادونو ولاړه وه.

د برطانيې د واکمنۍ پۀ اړه يو دا خبره هم کیږي چې پۀ دغه دور کې مغربي او مشرقي خيالونه او فکرونه ميلاؤ شو. د دي پۀ نتيجه کې چې کمه کلتور جوړ شو هغي د هندوستان پۀ منجمده معاشره کې حرکت پيدا کړو. چې کله د برطانيې واکمني جوړه شوه نو هغه وخت د هندوستان پوه خلکو ته د سوچ کولو دا موقعه ميلاؤ شوه چې هغوي د هغه وجوهاتو لټون وکړي د کمو له وجي چې هغوي د انګرېزانو نه ماتي اوخوړه او د لاس لاندي يې راغلل. کۀ چري د دي وجه د ټولني خرابيانې وي نو دغه خرابيانې او کمزوريانې دي پۀ ګوته کړي او لر دي کړے شي. د اصلاح پۀ ذريعه دي ټولنه ښۀ کړے شې چې پۀ راروان وخت کې د نوي او بدل شوي حالاتو مقابله کولے شې. د راجه رام موهن رائے د برهمو سماج او د سر سيد تحريک د دي پس منظر پیداوار وو.

دي تحريکونو يوه داسې تعلیم یافته ډله پيدا کړه چې هغوي د خپل سوچ معيار بدل کړو او د رواياتو او عقيدو پۀ ځاے يې د عقل او دليل د لاري هر څيز تلل شروع کړل. د دي يو مثال دا دے چې کله مولا سنکرا نومي يو کس د يو لاش پۀ ذريعه سره د انساني وجود مطالعه وکړه نو هغه نه معلومه شوه چې پۀ مذهبي کتابونو کې د انساني وجود د اناټومي پۀ اړه څۀ هم ليکل شوي دي هغه غلط دي نو هغه د تجربي نه وروستو ټول مذهبي کتابونه څيري کړل او د لاش سره يې سيند ته واچول.

(۵) د هغي دا قدم يوه نښه وه چې وس کتابونه ته هيڅ ضرورت نشته، وس نوي حالات او تحقيقات دي،‌ پۀ دي کې د حقيقت د لټولو ضرورت دے.

لۀ دي وجې نه د نو آبادياتي دور پۀ اړه نۀ دا ويلے کيدشي چې د دي هيڅ اثرات نۀ وو او پخوانۍ ټولنه بغير د څۀ حرکته هغه شان پخپلو مظبوطو بنيادونو ولاړه وه. نۀ هم دا ويلے کيدشي چې نو آبادياتي نظام انقلابي بدلونونه راوستل او هغې د هندوستان د معاشرې ډهانچه بدله کړه. دا ضرور ويلے کيدشي چې دي نظام پۀ هندوستان کې بدلونونه ضرور راوستل خو هغه يا د برطانيې پۀ ګټه کې وو او يا د بغير د څۀ واسطې د هغه پاليسيو په نتيجه کې پيدا شو چې برطانيې واکمنۍ جوړي کړي وې، چې د هغي مقصد معاشرتي او سماجي بدلونونه نۀ وو.

خو څنګه چې هر بدلون د ځان سره يو نوے شعور راؤړي دغه شان د هندوستان ټولنه پۀ ځاے ولاړه او غير متحرکه پاتي نۀ شوه، بلکې هغې پخپل ځان کې دغه بدلونونه ځاے کړل.

د دي مختلف نظرونه مخې ته کيښودلو نه دا سوالونه پيدا کيږي چې د ازادۍ او د هغي نه وروسته حاصل شوو تجربو نه وس مونږ هغه نو آبادياتي نظام ته پۀ کم نظر ګورو؟ ايا دا يو استحصالي نظام ؤ چې هغي د هندوستان دولت او سرمايه پټه کړه او هغه يې غريب پريښودو؟ يا د دي پۀ وجه هندوستان په جديد دور کې داخل شو او د خپل خراب او پخواني روايتونو نه يې خلاصے وموندو؟ لۀ دي وجې، ايا دا يو لعنت ؤ کۀ نعمت؟ دا هغه سوالونه دي چې د دي جوابونه لټول ځکه ضروري دي چې نۀ يواځې د دي نه به ماضي وپېژنو بلکې حال او مستقبل به هم د يو ښۀ تاريخي شعور پۀ ذريعه سره وپېژنو.

چې کله پۀ هندوستان کې د نو آبادياتي نظام خلاف تحريک شروع شو نو د هغي يوه اهمه وجه دا وه چې دي نظام هندوستان پۀ مالي او معاشي توګه باندي پس مانده او غريب کړے ؤ. دادا بهائې نورو جي (۱۹۱۰ء) دا خبره پۀ ګوته کړه چې انګرېز د هندوستان نه دولت ټولوي او انګلستان ته يې روان کړے وړي، چې لۀ دي وجي نه دا ملک د خپلو ذريعو نه محروم پاتي کیږي. د دي نه د هندوستان مادي ترقي ودريدلي ده او خلک ورځ پۀ ورځ روان دے غريب کیږي. آر. سي. دت پخپل مشهور کتاب ”ہندوستان کی معاشی ترقی“ کې دا نظر پيښ کړو چې نو آبادياتي نظام څنګه د هندوستان صنعتي ترقي او د هغي خوريدل ودرول او د خپلو ګټو دپاره يې دا غير صنعتي کړه. د مثال په توګه هغه د هندوستان د ټېکسټائل د صنعت حواله ورکوي چې پۀ يو وخت کې د یورپ نه زياته ترقي يافته وه، خو بيا څنګه انګرېز تاجرانو او د هغوي نه وروسته پۀ انګلستان کې د راغلي صنعتي انقلاب له وجي تباه شوه.

د نو آبادياتي نظام خلاف معاشي نقطه نظر د هندوستان پۀ خلکو کې شعور پيدا کړو. چې پۀ دي ملک کې نۀ يوازې د معاش ذريعې دي بلکې د هغي د استعمالولو صلاحیت هم شته دے. د دي نه هغوي ته د دي خبري هم اندازه وشوه چې نو آبادياتي نظام څنګه د هغوي معاشي استحصال کوي.

دا هغه معاشي شعور ؤ چې مخکې يې سياسي تحريکونو ته لاره هواره کړه.
دا سياسي تحريکونه د هغي ډلي نه شروع شول کمي چې پۀ مغرب کې تعلیم حاصل کړے ؤ. د هغوي مطالبه وه چې هغوي ته دي پۀ حکومت کې نوکرۍ او پۀ حکومتي ادارو کې برخه ورکړے شي. د دي ځاے نه چې د انګرېز د واکمنۍ خلاف کمه تحريک شروع شو هغه برابر پۀ خوريدو شو او د انګرېز د واکمنۍ استحصالي کردار يې ښکاره کړو.

د دي سياسي تحريک يو مخ دا هم دے چې يو اړخ ته انګرېز د واکمنۍ خلاف جدوجهد روان ؤ نو بل اړخ ته په هندوانو او مسلمانو کې هم اختلافات پيدا شو چې هغي د يو جګړې شکل اختیار کړو. د هندوستان د قوم پرستو/ قام پالو دا پوره کوشش ؤ چې هندو او مسلمان د يو قوم پۀ حيث يو ځاے پاتي شي، چې د سامراج پۀ پوره توګه مخنيوے وکړے شي.

خو پۀ هندوانو او مسلمانو کې چې کمه تضادات پيدا شو پۀ هغوي کې يوه مسله د قام پالۍ وه. پۀ هندوستان کې د انګرېز د مقابلي دپاره او د خور شوي جماعتونو، ګروپونو او خاندانونو‌ د يو ځاے کولو دپاره د قام پالي نظريې ضرورت ؤ، چې د هغي بنياد پۀ جغرافيايي حدود باندي وو. د دي قام پالۍ جرړې د هندوستان پۀ ماضي، تاريخ او کلتور کې وي.

لۀ دي وجي نه چې کله د پخواني هندوستان د تاريخ او کلتور يو ځل بيا د ژوندي کولو تحريک شروع شو چې بنياد يې د قام پالۍ تشکيل ؤ، نو مسلمانو پۀ دي پوره کار کې د ځان دپاره هيڅ ځاے ونۀ موندو، ولي چې د ويدونو او يا د رام راجيه پۀ دور کې د هغوي دپاره هيڅ هم زړۀ راښکونکي نۀ وو، او نۀ د هغوي دپاره پۀ دي کې څۀ ګنجایش ؤ. لۀ دي وجي نه هغوي د پخواني تاريخ او کلتور د خپلولو دپاره چمتو نۀ شو او د پخواني هندوستاني تاريخ او کلتور نه يې مخ وګرځوؤ او خپلي جرړې يې پۀ پخواني اسلامي تاریخ او کلتور کې لټول پيل کړل. د دي نتيجه دا شوه چې د دوي تاريخ او کلتور د هندوستان نه بهر ووتو، دغه شان هغوي خپل ځان پۀ هندوستان کې ناآشنا جوړ کړو. د دي د خيټي نه د دوه قومونو نظريه پيدا شوه. دي د مسلمانانو د جدوجهد مخ د انګرېزانو نه د هندوانو اړخ ته واړؤ. علاحدګي، مذهبي شناخت او د هندو د لاسبري نه خلاصون، د هغوي د سياسي تحريکونو مقصدونه جوړ شو. هم دغه وجه ده چې نن هم پۀ پاکستاني ټولنه کې د انګرېز خلاف هغه جذبات نشته کمه چې د هندوانو خلاف دي. دي رويي هندوان د مسلمانانو ازلي دښمنان کړي دي. پۀ دي شاليد کې انګرېز او د هغه واکمني د هندوانو د غلامۍ نه پۀ ښۀ نظر راځي.
د پاکستان د جوړيدو نه کلونه وروستو چې مونږ د خپل د ازادۍ د تحریک تجزيه کوؤ او د ازادۍ سره مو چې کمه توقعات تړلي وو، د هغي جايزه اخلو نو زمونږ مخي ته دا حقیقت ښکاره کیږي چې خلکو د ازادۍ سره کم توقعات تړلي وو، هغه پوره نۀ شو.

د ۱۹۷۴ء نه تر دي وخته پوري چې پۀ پاکستان کې کمه حکومتونه راغلل هغوي نۀ پۀ دي ملک کې سياسي مظبوطوالے پيدا کړو، نۀ يې د ملک معيشت سم کړو او نۀ ئې پۀ ټولنيز او ذهني توګه د پرمختګ لارې هوارې کړي. پۀ د دي دومره وخت کې پۀ ادب، موسيقۍ، فنون لطيفه، ساينس او ټکنالوجۍ کې د پاکستان ټولني هيڅ څۀ نوے کار ونۀ کړو. د دي نتيجه دا شوه چې ټولنه پۀ سیاسي، مالي او ټولنيزه توګه ښۀ برابر پس مانده او غریبه شوه.

پۀ دي پس منظر کې چې مونږ د برطانيې د دور او د واکمنۍ تاريخ لولو او د هغه خلکو نه اورو کمو چې دغه دور او واکمني ليدلي وه، نو د وس وخت حالاتو سره پۀ مقابلو کولو باندي هغه دور او وخت ډير زيات ښۀ او قابل پۀ نظر راځي. د انګرېز د دور برکتونه نور هم ښکاره پۀ نظر راځي. چې کله دا ويلے کيږي چې پۀ هغه وخت کې انصاف ؤ،‌ د قانون لاسبرے ؤ، جرمونه او رشوتونه کم وو، خلک پۀ امن وو او پۀ مالي توګه خوشحال وو، نو د وس وخت حالاتو ته پۀ کتلو سره دا د يو ښۀ خوب پشان ښکاري. نن هم هغه مشران او بزرګان چا چې د خپل وخت څۀ برخه د انګرېز پۀ دور کې تيره کړي ده، هغه دور ته ښۀ وايې او د وسني واکمنيو نه خفه پۀ نظر راځي.

د انګرېز د واکمنۍ اهميت، برکتونه او ښۀ والے ځکه‌ راولاړ شو چې د ازادۍ نه وروسته زمونږ د حکومتونو پاليسيو ټولنه نوره هم غريبه کړه. وس به چې څومره څومره زمونږ پس ماندګي زياتيږي هغه هومره به د انګرېز د واکمنۍ برکتونه نور هم پۀ مونږ ښکاره کيږي. چې څومره څومره زمونږ حکمرانان رشوت خور او کرپټ کيږي هغه هومره به د انګرېز افسرانو او عهده لرونکو ايمانداري، محنت او د کار جذبه ښکاره کيږي. څومره څومره چې زمونږ پۀ ټولنه کې د اولس د خير ښيګړې کارونه شاته غورځولے کيږي هغه هومره به د انګرېز د واکمنۍ عوام دوستي او اولس ته ورکړے شوي سهوليات مخي ته کيږي.

که چري د ازادۍ نه وروستو زمونږ حکمرانانو د ملک د ترقۍ او د اولس د خیر ښيګړې دپاره کار کړے وے او د پرمختګ دغه لړۍ يې مخ پۀ وړاندې بوتللي وے، چرته چې نو آبادياتي نظام ودرول وه، نو نن به د برطانيې دور زمونږ د تاريخ يوه برخه جوړه شوي وے او وختي به پټ شوي وے، او دغه شان هغه به د يو مثالي او د يادګاري دور پۀ توګه زمونږ ذهنونو کې نۀ راتلے. زمونږ د حکمرانانو رشوت خورۍ هغه دور ښۀ روښانه او ښکاره کړے دے.

د دي يوه نتيجه دا راؤتله چې د نو آبادياتي نظام يوازې ښۀ اړخونه مخي ته راځي. د هغي جرمونه، رشوت خوري او ظالمانه سلوک د ذهن نه ووځي. دا هم هيرولے کيږي چې هغوي څنګه په ۱۸۵۷ء کې پۀ وړوکو غلطيانو باندي بې ګناه خلک د پهانسۍ په تخته وخيژول، پۀ جليانواله باغ کې قتل عام وشو، سياسي خلک يې تورو اوبو ته وليږل، پۀ جيلونو کې يې دوئ له تکلیفونه ورکړل، د نسل پرستۍ په نشه کې يې د هندوستان خلک د خپلو کلبونو نه لري وساتل، د روان ريل نه يې بهر ته ګوزار کړل او د خپل غرور پۀ نشه کې يې هغوي ذليله‌ او خوار کړل.

دا ټول هر څۀ ځکه د بښنې وړ دي چې نن عام اولس د خپلو حکمرانانو د لاسه دا ټول ذلتونه داسې زغمي لکه څنګه به يې چې د انګريزانو د لاسو نه زغمل. که چري پۀ دوي او د انګرېز پۀ حکمرانانو کې توپير دے نو هغه دا دے چې زمونږ حکمرانان د انصاف، ايماندارۍ او د قانون د احترام نه هم لري دي.

که دا شاليد پۀ ذهن کې وستالے شي نو دا سوال پيدا کيږي چې کۀ نن زمونږ د ټولني ډيرغړي پۀ دي خبره اتفاق کوي چې زمونږ د حکمرانانو په نيز د انګرېز حکمرانان او د هغوي واکمني زياته ښۀ وه نو آخر ولي د هغوي خلاف د ازادۍ جنګ وشو؟ ولي چې حالاتو دا ثابت کړي دي چې دا جنګ زمونږ د ګټي نۀ بلکې د تاوان پۀ شکل کې مخي ته راغلے دے. دلته هغه ټولي هستۍ او وګړي چې هغوي زمونږ د ازادۍ د جنګ اتلان دي، د هغوي کردار بدلیږي ولي چې هغوي ښۀ دور ختم کړو او رشوت خور او کرپټ خلکو ته يې دا موقعه ورکړه چې حکومت وکړي. که چري دا سم وي نو مونږ له پۀ دي نظر سره د خپل تاريخ بيا ليکل پکار دي، او مونږ به پخپله هم د دي نظر پخپلولو باندي مجبوره‌ يو چې کمه د انګرېزانو وو. چې د هغوي د واکمنۍ خلاف جدوجهد کوونکې د ملک او د ټولني دښمنان وو، خو د ازادۍ علم بردار نۀ وو. پۀ داسې‌ حال کې د ازادۍ دپاره شوي ټولي قربانۍ بې ځاے کيږي. هغه قربانۍ هم چې اولس ورکړي دي. لۀ دي وجي نه د ازادۍ ورځ لمانځل، د ازادۍ د تحریک د وګړو ستاينه کول، هغوي له انعام او عزت ورکول،‌ دا ټول د تاريخ خلاف دي. بلکې د ازادۍ تحريک ته تاريخ ويل هم غلط دي.

د برطانيې د واکمنۍ په اړه چې کمه خيالات پيدا کيږي، هغه پۀ پاکستان او هندوستان کې پۀ جدا جدا ډول دي. د ازادۍ نه وروسته تاريخ پوهانو د نو آبادياتي دور تاريخ پۀ نوي شکل کې واړندې کړے دے. دي پۀ حقله هغوي د تاريخ هغه اړخونه پورته کړ دي چې هغه ته يې د انګرېز پۀ دور کې توجو نۀ وه ورکړي. د مثال پۀ توګه د سامراج پر خلاف چې کمه مزاحمتي تحريکونه پورته شوي وو او چې د کمو ذکر پۀ تاريخ کې نۀ و، وس د هغي تحريکونو تاريخ مخي ته راغلے دے. د تاريخ دا پټ ګوټونه ښکاره کولو سره د خلکو د سامراجي واکمنۍ پۀ اړه سم شعور پيدا کېږي. دي سره سره تاريخ هم مکمل کيږي. چې کله تاريخ د بيلا بېل نظرونه په ذريعه سره ليکلے کیږي نو دي سره د مشرانو او ګوندونو کردار هم د هر اړخه کتلے کيږي. دا د سياسي پوهي دپاره ضروري وي. لۀ دي وجي نه د هندوستان ټولنه د سامراج د دور نه مخکې وخت ته ګوري.

د دي پۀ مقابله کې پۀ پاکستان کې د نو آبادياتي دور پۀ تاريخ څۀ ځانګرے کار نۀ دے شوے. چې د دي وجي نه د هغي دور تاريخ پۀ مکمله توګه زمونږ مخي ته نۀ دے راغلے. او د خلکو مخي ته د انګرېز دور تاريخ چې‌ د‌ هغوي ذهن جوړوي يا هغه تاريخ دے چې انګرېزان يې د خپل دفاع دپاره ليکي.

ويلے کيږي چې خلک د حال پۀ رڼا کې ماضي ته ګوري. لۀ دي وجي نه چې تر څو پوري مونږ خپل حال سم کړے نۀ وي، زمونږ ماضي که هغه هر څومره غير ملکي او سامراجي ولي نۀ وي، هغه به مونږ ته ښۀ او ښکلي پۀ نظر راځي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه