یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍډیلي ميل ویلي چې شمالي کوریا مشر کېم جونګ د نجونو د...

ډیلي ميل ویلي چې شمالي کوریا مشر کېم جونګ د نجونو د “ساتېرۍ ډله” لري

ويب ډيسک

ډیلي مېل د شمالي کوریا دیکتاتور مشر کېم جونګ اون د جنسي ژوند په اړه یو راپور نشر کړی دی چې ویلي یې دي نوموړی د نجونو د “ساتېرۍ ډله” لري.

د ډیلي میل د راپور پر اساس؛ د نجونو ځانګړې ډله د نوموړي خدمت کولو ته ګمارل شوې چې عمرونه یې د ۱۳ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي او د قد لوړوالی یې هم باید له ۱.۶۵ مترو څخه لوړ وي.

د راپور له‌مخې؛ یوه بله ځانګړې ډله بیا د نڅا او مساج په برخه کې د نوموړي د خدمت لپاره په دوو پښو ولاړه وي.

راپور وايي چې په شمالي کوریا کې ښکلې نجونې له ښوونیزو ټولګیو څخه ایستل کېږي او له روغتیایي ازموینو وروسته؛ د دې هیواد د مشر د خوښۍ لپاره د نوموړي د غلامانو له ډلې سره یو ځای کیږي چې د کېم د ملګرو ترڅنګ ټیټ رتبه جنرالانو او سیاستوالو ته هم ځانګړې برخه په نظر کې ساتل کیږي.

د مالوماتو له‌مخې، په شمالي کوریا کې دا دود له ۱۹۷۰ لسیزو څخه پاتې دی؛ هغه وخت د ایل سونګ د واکمنۍ پر مهال چې نجونې به د نڅا او ګډا په نوم د مشر تر ځایه راتللې او وروسته مالومه شوه چې د دې هر څه ترڅنګ له نجونو څخه د “ساتیرۍ او جنسي” برخو کې هم ګټه اخیستل کیږي چې دا دی اوس کېم هم د هغه د واکمنۍ یاد ساتلی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه