سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخلیلزاد وايي، تر څو چې ټول افغانان یوې عمومي موافقې ته ونه...

خلیلزاد وايي، تر څو چې ټول افغانان یوې عمومي موافقې ته ونه رسېږي، د دغه هېواد مسئله به حل نه شي.

ویب ډیسک

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، تر څو چې ټول افغانان یوې عمومي موافقې ته ونه رسېږي، د دغه هېواد مسئله به حل نه شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، تر څو چې ټول افغانان یوې هوکړې او تفاهم ته ونه رسېږي، د دغه هېواد مسئله نیمګړې ده.

په یوه ویډیو کې چې پرون خپره شوې، خلیلزاد له اوسني وضعیت نارضایتي ښيي خو تېر حکومت هم ملامتوي.

هغه وویل: “زما هڅه دا وه چې د یو بریالي، ازاد او سوکاله افغانستان لپاره د طالبانو او نورو افغانانو تر منځ موافقه وشي. له بده مرغه له بېلابېلو خواوو تېروتنې وشوې، خو ستونزه نه ده حل شوې، تر څو چې ټول افغانان یوه عمومي توافق ته ونه رسېږي. یو ازاد، سوکاله او پرمختللی افغانستان تر لاسه نه شي، دا کار نیمګړی دی.”

زلمي خلیلزاد د لندن په هیترو هوايي ډګر کې د بشري حقونو له فعالې حوریي مصدق سره په خبرو کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو په اړه خواشیني څرګنده کړه، خو کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا په دې اړه بخښنه غواړي، هغه منفي ځواب ورکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه