د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي د امريکا له لوري د نوې پوځي مرستې په تصويب کېدو سره ويلي، چې اوکراين به دويم افغانستان نه وي.
زيلينسکي يو رسنۍ سره خبرو کې وويل، چې امریکا د ټولې اروپا په کچه د خپلواکۍ او ولسواکۍ د ساتنې په پار د اوکراين د جګړې ملاتړ کوي او دغه مرستې د امريکا د مشرۍ څرګندونه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي له دې وړاندې د مرستو د نه دوام په صورت کې د روسيې پر وړاندې جګړه کې د ماتې په اړه خبرداردی ورکړی ؤ.
په ورته وخت کې د روسيې بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي، چې امریکا به اوکراين کې د ويتنام او افغانستان په څېر ماتې خوري.
د امريکا کانګرس له اوږدو بحثونو وروسته اوکراين سره د روسيې پر وړاندې جګړې لپاره د څه کم ۶۱ ملیارده ډالرو په ارزښت د مرستو نوې کڅوړه تصويب کړه.
#Ukraine #Afghanistan #US #


