یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيجنيفر لارنس ويلي، چې موږ بايد پر خپلو دولتونو فشار راوړو څو...

جنيفر لارنس ويلي، چې موږ بايد پر خپلو دولتونو فشار راوړو څو ا،ا ځواب ويوونکي کړي.

ويب ډيسک

نوموتې امریکايۍ سينمايي لوبغاړې او د اسکار جایزې ګټونکې جنيفر لارنس ويلي، چې موږ بايد پر خپلو دولتونو فشار راوړو څو طالبان ځواب ويوونکي کړي.

لارنس په يوې مرکه کې ويلي د «نان و گل‌های سرخ» فلم چې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته د درې افغان ښځو د ژوند داستان په کې رانغاړل شوی، يوه کيسه نه، بلکې د يو مقاومت څرګندونه کوي، چې رامنځته کېدونکی دی.

د هاليووډ دې لوبغاړې ويلي، افغان ښځې اړتيا لري، چې نړۍ په دې اړه خبره واوسي.

په ورته وخت کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي، دا هغه واقعيت دی، جې ستاسې زړه ماتوي. ولې سکوت او ولې په دې اړه ګام نه پورته کېږي؟

يوسفزۍ همدارنګه ويلي، زه فکر کوم د خلکو دنده دا ده، چې له خپلو مشرانو حساب او کتاب وغواړي او پر هغوی ډېر فشار راوړي او ترې وپوښتي چې د جنسيتي برابرۍ او افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ لپاره يې څه کړي دي؟

#Afghanistan #US #Hollywood #

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه