دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهترکیه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه...

ترکیه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه شوي

ویب ډیسک

د ترکیې سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې په استانبول کې د یوه نایټ‌کلب د ودانۍ د ترمیم پر مهال اورلګېدنې کې لږ تر لږه ۲۹ کارګران مړه شوي دي.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دا پېښه نن د سه‌شنبه د وږي ۱۴ مه د استانبول په «بشکتاش» ولسوالۍ کې په یوه ۱۶ پوړیزه ودانۍ کې شوې ده.

تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو د اور لګېدو په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

همدارنګه د استانبول والي ټینګار وکړ چې اور د دې ودانۍ په لومړي او دویم پوړ کې د یوه نایټ‌کلب د ترمیم پر مهال رامنځ ته شوی دی.

د هغه په ​​وينا، دغه نايټ‌کلب د ودانيزو چارو د ترميم لپاره لازم جوازونه نه دي ترلاسه کړي.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې د اووه تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

له بلې خوا د ترکیې د عدلیې وزیر په اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې تر اوسه پورې د دغه نایټ‌کلب د درېیو کسانو او د یوه کارکوونکي په ګډون پنځه کسان په دې تړاو نیول شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه