لېکواله: مذلفه کاکړ
ملایان زموږ د ټولنې واقعیت دی چې زموږ د ژوند، دین او کلتور سره ژوره اړیکه لري. کله چې موږ ماشومان یو؛ د جومات له ملا څخه سبق وایوو، ډېر څه ترې زده کوو، کله چې لویان شو؛ نو زموږ په ژوند کې د ملا برخه مالومه وي، د کلي ژوند؛ خو بیخي داسې وي لکه د ټول کلي وګړي چې د ملا واړه وروڼه او خویندې وي، ټول ورته د احترام په نظر ګوري.
د ملا مسوولیت هم مشخص وي، د خلکو په سرسایو او زکاتونو ژوند تېروي او هغوي ته د دین او مذهب لارې ښيي؛ خو په افغانستان کې په دې تېرو دوه نیمو کلونو کې چې کوم ملا د حاکمیت په ګدۍ ناست دی، ځان د ولس برخلیک ټاکونکي رهبران بولي ولسونو یې حاکمیت منلی دی؛ خو دوی د خلکو غږ نه اوري.
د دوی د راتګ څخه مخکې به همدا افغانان د دوی لخوا په بریدونو کې وژل کېدل او هغوی ته به د شهید لقب هم نه ورکول کېده؛ برعکس د امریکا غلامان به ګڼل کېدل، هغه عام وکړي به چې شهیدان شول، هغوی به هم د غلامانو په نوم یادېدل، رقم-رقم ټاپې پرې لګیدې او بې شمېره فتواوې پرې ورکول کېدې.
د دوی د واکمنۍ سره سم عمومي عفوه اعلان شوه، دا عفوه د هغو خلکو لپاره وه چې د وطن ساتنه یې کوله، هغوی لپاره چې د افغانستان پرمختک لپاره یې هڅه کوله، د دې ټولو سره سره بیا هم ټولو عام وګړو د خوشحالۍ احساس کاوه، هغه که په تمثیلي ډول و او که د وېري پر اساس و او یا هم له زړه څخه.
اوس چې عمري حکومت راغلی حق ته به حق ویل کېږي او د بېوزلو حق به نه خوړل کېږي، دې وطن کې به هر وګړي او افغان ته اسلامي حقوق ورکول کېږي؛ خو له دې حاکمیت سره د خلکو ټولې هیلې مړاوې شوې، ارمانونه یې له خاورو سره یو شوي، هدفونه یې ووژل شول، ځوانان اوزګار شول او ټول هڅه کوي چې له هېواده ووځي.
د ایران او پاکستان په زندانونو کې افغان کډوال، روان بد او له دې بدتر حالت زغمي؛ خو خپل وطن کې روان وضعیت ورته د زغملو نه دی، یاد ظلمونه غوره ګڼي؛ خو په افغانستان کې بېکاري، بېوزلي او بې سرنوشتي نشي زغملی.
د ایراني پولیسو ظلمونه چې پر افغان ځوانانو کوي، دوی زغمي، پاکستان کې چې کډوالو سره کوم وضعیت روان دی دا ټول چې وګورو؛ نو چې څوک خپل کور کې د ژوند کولو فرصت ولري د بل کور کې به دا حالت و زغمي، هغه هم زموږ غیرتي افغانان؟
د پاکستان په زندانونو کې د اسنادو نشتوالي له امله بندي کیږي؛ شکنجه کیږي، ځورول کیږي په وهلو ویستل کیږي، خو دوی بیا هم همدا لاره بهتره ګڼي.
ټولې قاچاقي لارې د افغان کدرونو په هدیرو بدلې شوې، د دوی پوهې، زکاوت، اخلاص، وړتیا او افغاني غرور ته نه کتل کیږي.
له ښځو سره؛ خو بیخي د ملا ورانه ده، له کاره یې ستنې کړې، په کور کې یې بندیانې کړې، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې پر مخ ور تړلې، ټولې افغانې خویندې د ناهیلۍ په دریاب کې لاهو شوې دي، څوک په خپلو کړو زدهکړو پښېمانې دي، څوک په خپل استعداد.
ډېری پېغلې او مېرمنې په رواني ناروغیو اخته شوې، دا کال هیله وه چې ملا به په دې معصوم قشر رحم وکړي، مړې هیلې او ارمانونه به یې بېرته ور ژوندي کړي او د ښوونیز کال له پیل سره به نجونې پریږدي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي؛ خو له بده مرغه داسې ونهشول او بیا هم د تېرو دوو کلونو په څېر افغانې خویندې د غم په زانګو کې زانګي؛ خو د ملا رحم غیب دی.
نن ورځ تاسو پر چا جهاد کوﺉ، نن ورځ ولې افغانان ځوروﺉ؟ ایا تېر ۴۰ کالونه بس نه وو، د افغانانو هغه ټپونه لا هم تازه دي، اوس ستاسو وخت دی چی هر افغان ته خوشحالۍ ورکړﺉ، د ښه ژوند امکانات ورته برابر کړﺉ او یا لږ تر لږه ازادي ورکړﺉ چې له غربت څخه د وتلو لپاره هڅې وکړي.
تاسو د کوم اسلام طرفداران یاست؟ زما اسلام ماته د ژوند کولو حق راکړی، د هیواد ساتنې هوډ لرو، زما اسلام او زما خدای ماته عزت راکړی.
که په حقیقت او ریښتني توګه مسلمانان یاست؛ نو زموږ اسلامي حقوق ولې رانه اخلئ، تاسې د خدای له حکم څخه سرغړونه کوﺉ.
افغانانو ته ژوند عذاب شوی؛ نه د پسرلي خوشحالي لري، نه د نوي کال، نه د اختر، نه د خپلواکي، نه د کومې بلې ښې ورځې. مکوئ او نور مکوئ، ډېر دردېدلي وګړي او دردمن ولس یوو، نور مو ژوند، زده کړو، کار او ښه راتلونکي ته پرېږدئ.
تاسو زموږ د خندا، ښه ژوند او زدهکړو ډېر پوروړي یاست بیخي ډېر!


