یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکلتور او کلتوري انقلاب

کلتور او کلتوري انقلاب

ليکنه : نعيم آزاد

ژواک/کلتور (ثقافت ) : Culture
(کلتور یوه ژوندی پدیده ده، چي پخپل زمان او مکان کي له اړتياوو سره سم ډېر څه له لاسه ورکوي او ډېر څه اخلي)
کلتور د بشري ټولني د مادي او مانوي ارزښتونو هغه ټولګه ده، چي د ټولنيز تاريخي فعاليت په بهير کي هست شوې ده. کلتور د دې ارزښتونو د شته کولو لپاره د انسانانو هستوونکی فعالیت، د کسبولو او لېږدولو تګلاره په غېږ کي را نغاړي. کلتور دوه اړخونه لري؛ مادي کلتور او مانوي کلتور.
مادي کلتور و لاندينۍ ټولګي ته ويل کېږي، لکه توليدي وسايل، ټکنيک او ټکنالوژي، توليدي تجربه او هغه ټول مادي ارزښتونه چي يوه ټولنه يې د تاريخي ودي په هر پړاو کي له ځانه سره لري.
مانوي کلتور د ټولني د لاسته راوړنو ټولګه ده. د پوهي علم، هنر، سړيتوب او فلسفې له ټولو برخو څخه رغېږي.
کلتور یوه تاريخي پديده ده او په اقتصادي ټولنيز نظام پوري تړلې ده، دا
چي مانوي کلتور د هغې له مادي بنسټ څخه بېلوي او د سترو کسانو يو اروايي لاسته راوړنه يې بولي، مارکسیزم، لېننيزم د مادي لاس ته راوړنو له تولید څخه پايله يا نتيجه اخلي، چي کلتور مستقيم او يا غير مستقیم د زیارکښانو خلګو د پرګنو د کار او هلو ځلو لاس ته راوړنه ده. د مانوي کلتور له اساسي بدلون سره جوخت کلتور پر خپل سر بدلون نه مومي، ځکه چي نوموړی کلتور نسبي خپلواکي او خپل ځانله قوانين
لري.
پر طبقو باندي په وېشل شويو ټولنو کي کلتور طبقاتي ځانګړنه لري، مانا د هغې د اېډيا د منځپانګي له نظره او هم له هغه څخه د کارنده ګټي له نظره… پرمختګ خوښوونکې طبقه د پرمختلونکي او پرمختګ خوښوونکي کلتور لېږدوونکې او بيانوونکې ده، د ملتونو د پيدايښت او جوړښت سره سم کلتور په خپله بڼه کي څرګندېږي، پانګوالي ټولنه په ملي کلتور کي دوه ډوله مانوي کلتور لري. بورژوازي کلتور د خبېښاکګرو طبقاتو د ګټو څرګندوونکی او ساتونکی دی او د پانګوالي نظام د تلپاتيوالي فکر پلي کوي، په پانګوالي ټولنه کي د سوسيالستي او دموکراتیک کلتور ځيني لږ يا زياته وده ته رسېدلي عناصر هم شتون مومي، چي د زيارکښو پرګنيزو ګټو بیانوونکي دي، هغه پرمختګ خوښوونکې “مانوي کلتور لرونکې پرولتاريا” مانا د ټولني تر ټولو انقلابي طبقه “. چې ستره دنده يې د نوي سوسیالستي کلتور هستول دي” له همدې کبله په کار دئ؛ پام وشي، چې د پانګوالي ټولني کلتور له بورژوازي کلتور سره غلط نه کړو
نوى سوسیالستي کلتور د مارکسیزم، لېننيزم د تيوريو په موټ او د ټولنيزي ودي د قوانينو د پېژندګلوۍ په مرسته د تاريخ په اوږدو کي د انساني کلتور تر ټولو ښه عناصر او ډېر لوړ بيعه ارزښتونه را اخلي، سوسياليستي کلتور دا مانا نه لري، چي په مېکانيکي سطحي توګه د تېرو زمانو ارزښتناک او پرمختک خوښوونکي کلتور نفي کوي؛ بلکې د دې په ضد د تېر کلتور د ټولو پرمختک خوښوونکو برخو را اخيستونکى دى، نوى سوسیالستي کلتور د زيارکښانو د روزني يوه پياوړې وسيله ده، د لېنن په ليکنو کي د
کلتور ګړنه په درې ماناوو کي کار شوې ده، يو د مدنيت په مانا يا په يوه ټولنه کي د کړووړو تګلاره، د وګړيو په خبرتيا (اګاهي) کي د يوې ټولني د ارزښتونو څرک یا انعکاس او کلتوري انقلاب چي په سوسیالستي ټولنه کي تر سياسي او ټولنيز انقلاب وروسته راځي.
دويم د اېډيولوژۍ په مانا له نړۍ سره د انسان د اړيکو بيان، د هر کلتور وېش پر دوو برخو بورژوازي لاسبرتیا او ارتجاعي کلتور… په زيارکښانو پوري تړلي د دموکراتیک او سوسیالستي کلتور عناصر همدا مانا ځني اخلي، کلتوري انقلاب له دې ژورليده په دې مانا دی، چي د بورژوازي اېډيالوژي کلتور په کار دئ؛ خپل ځای سوسیالستي کلتور ته پرېږدي.
دريم د زدکړي او پوهي په مانا هنري پېژندګلوي، عمومي معرفت او په دې مورد کي “كلتوري نشتوالی” یاد بې کلتورۍ عبارات د زدکړي د زيان، بېسوادۍ، جهل یا ناپوهۍ او خرافاتو په مانا کارېږي.

کلتوري انقلاب: Cultural Revolution
کلتوري انقلاب د سوسیالستي انقلاب يوه برخه ده او مانا يې د اولسي بهير نوي او لوړ فرهنګ مانا د سوسيالستي فرهنګ پنځول او د زیارکښونکو پرګنو له خواو دې سوسیالستي اېډيولوژۍ او کلتور ته ځای ورکول يا هضمول دي.
د سوسیالستي انقلاب په جريان – زیارکښانو واک ځای مومي. د سوسیالستي توليد څرنګوالی (نحوه، طریقه) او توليدي مناسبات بشپړ نوي کېږي او سوسیالستي دولت را پنځېږي. پر دې بنسټ باندي انقلاب شته کېږي. نوی او سوسیالستي کلتور ځاى مومي. په دې ترتیب کلتوري انقلاب چي د اولسي پرګنو د کلتوري کچي هر اړخيز ګړنديتوب پکښي ګډون لري؛ د سوسیالیزم د جوړښت یوه رغېدلې بڼه ده او د سوسياليزم د ډله ایز او اېډيولوژيکي دښمن پر ضد د مبارزې يوه برخه شمېرل کېږي. په دې ژوره مارکسستي مانا کي کلتوري انقلاب د پرګنو د کلتوري پراختيا په لاره کي د بنسټیز او ژور بدلون يو بشپړ پړاو را منځته کوي. دا بدلون د اقتصادي او ټولنيزو نوو امکاناتو پر پایه او بنسټ د نوو مادي او سياسي شرایطو په پنځونه کي تر سره کېدونکي هيلي پنځوي. کلتوري انقلاب د ډېرو اړخونو لرونکی دی.
لومړی: د زدکړي او روزني په برخه کي کار. په دې برخه کي د بېسوادۍ په بشپړه توګه له منځه وړل او وروسته په وار وار د وړيا او اجباري لومړنيو زدکړو خورونه او ورپسې د لوړو درجو ځانګړي زدکړي او د ټولو لپاره د عمومي منځنيو زدکړو د کلتوري انقلاب د دې اړخ بېلابېلي پوړۍ او چاري دي. د سوسيالستي هېوادونو برياليتوبونه په دې برخه کي دومره څرګند دي، چي نور سپيناوي ته اړتيا نه لري.
دویم: د پرګنو د سياسي روزني لپاره پراخ او پر له پسې کار، د علمي نړۍ ليد خپرول او د ټولو زیارکښانو د سياسي خبرتیا کچه لوړول، د نوي روحيې کار او زيار، د وګړنیزو لوړو ارزښتونو او سړیتوب د تکلارو روزنه او په دې برخه کي پرله پسې مدام او له قشري خوی نه فارغ کار او په عين حال کي د پانګوالۍ د زاړه او وراسته ډول تفکر پر پاتیشونو باندي د لاسبرتیا لپاره ژور پوهنيز او نه پخلا کېدونکی کار او د اولسي شعور په ګړندیتوب سره پر ارتجاعي او خلقي ضد نظریاتو بری موندل.
دریم: د نوو روڼ اندو د پنځولو لپاره چي له خپل ټول شتون سره په سوسياليزم پوري تړلي وي؛ پراخ اوستر کار.
دا پخپله د کلتوري انقلاب يو ستر مرام ګڼل کېږي او د هغه لپاره بيا هم د بېساري مادي شرايطو زېږوني او پنځوني ته اړتيا ده، چي د لوړو زدکړو، پوهنتونونو، څېړنیزو موسسو او هنري ښوونځيو هستول د هغوی له ډلي څخه دي.
پوهنيزو او هنري پايلو ته پاملرنه د تخنيک ګړندی پرمختګ او په تولیدي کار کي له هغه څخه ګټه او تر ټولو په لوړه علمي کچه کي د زده کوونکو شاګردانو، څېړونکو او د هنري ادبي پنځوونکو لپاره د ډېر ښه هستوونکي مادي او مانوي چاپېريال رغونه داسي ستونزي دي، چي د سوسياليزم د نوو روڼ اندو په پنځولو کي په کار دئ، چي د کلتوري انقلاب د ارزښتناکي برخي په توګه په پام کي ونيول شي، په دې برخه کي د سوسیالستي هېوداونو د يووالي ټاکونه او پولي روښانه دي، د پوهي او هنر لاسته راوړني په دې هېوادونو کي بیا په تېره په شوروي اتحاد کي چي په زياتو ارزښتناکو او لومړۍ درجه څانګو کي يې د هېواد ژوندنۍ او مهالنۍ پوهي په لومړي رديف کي درولي دي؛ د دې رښتينتوبونو څرګندوی دي.
څلورم: د اولسي پرګنو د خبرتيا د کچي او عمومي کلتور د لوړولو لپاره تلپاتی او پراخ کار، خو په داسي وډون چي ټولي پوهنيزي، هنري او ادبي تر لاسه شوي پايلي او کلتوري لاسته راوړني يې د زيارکښانو په لاس کي وي او د اولسي کچه لوړه شي، په دې برخه کي ډول ډول نوښتونه او ګامونه اخستل کېږي او هغه دادي.
د کتاب کورونو د پراخو او ويړو څانګو جوړول، د قرات کورونو او موزیمونو، تياترونو، سېنماګانو، کنسرت تالارونو، ننداره ځايونو او ګېلريو جوړول، له راديو، ټېلي وژن او کنفرانسونو څخه ګټي تر لاسه کول، د ښارونو په څنډو او کليو کي د کلتوري ځايونو او کورونو جوړول، د بېلا بېلو ډلو شمېر کي د بېساري کتابونو چاپول، د ورځپاڼو او مجلو چاپېدل، د هنري او په زړه پوري مجلسونو پنځول هم له همدې ډلي څخه دي، کلتور، علم، هنر او ادب له همدې ټولو لارو او په نورو ډېرو بڼو رسېږي او په اولسي پرګنو کي د عمومي کلتور له لوړي کچي سره “چي د کلتوري انقلاب دندي دي” مرستي کوي.
پنځم: د هېواد له نورو برخو څخه د هېواد د يوې برخي د کلتوري وروسته والي له منځه وړل او همدا رنګه د نورو ډلو په پرتله د يوې ټولنيزي ډلي د کلتوري وروسته والي لېري کول د کلتوري انقلاب د ارزښت
وړ دنده ده.
په پانګوالي نظام کي د يو هيواد ځيني برخي او ولايتونه په بېلا بېلو لاملونو يا ځيني ډلي او يا آن یو ملت په څو مليتيز هيواد کي يا پر ملي لږکي سربېره په نورو مواردو کي له کلتوري نظره هم په وروسته والي کي ساتل کېږي، په نظام کي کلتوري انقلاب د دې ټولو برخو، ټولو ډلو او ټولو مليتونو کلتوري پرمختګ رغوي او ، بې له توپیره د کلتور و لوړي پوړۍ ته رسوي، ټول امکانات او مقدرات په يوه بڼه د ټولني و ټولو وګړو ته وړاندي کوي.
شپږم : د کلتوري انقلاب يوه بله دنده د تېرو کلتوري پاتیشونو/بقاياوو جذبول او ثمر ته رسول دي، په هیڅ ټولنه کي د سوسياليستي ټولني په څېر د پخوانيو هنري او کلتوري اغېزې و اولس ته نه وړاندي کېږي، د پخوانيو پېړيو تر ټولو ښې کلتوري لاس ته راوړني “څه ملي او څه بين المللي” په رښتينې توګه پر ډېره پراخه کچه و اولسي پرګنو ته وړاندي کېږي، کلتوري انقلاب او د سوسيالستي کلتور پنځول په هیڅ توګه د تېرو پاتیشونو / بقاياوو نشت کول نه دي، کلتور د مادي او مانوي ارزښتونو يوه ټولګه ده، چي بشر د خپل ټولنيز تاریخ په اوږدو کي را پنځولې ده او د هغې انساني او پرمختګيزه لاس ته راوړنه د پوهي، هنر، ټولنيزو جوړښتونو او د اولس د څرنګوالي (نحوې) په برخه کي د دې د راتلونکي ودي او تکامل بنسټ دی. سوسیالستي کلتور نوي پړاو ته او ماهیت يې د بشري کلتور یوه لوړه پوړۍ او د پخواني کلتور د برياوو را منځته کوونکې ده، همداسي له مارکسيستي ، لېننستي مانا سره سم په پراخه توګه د کلتوري انقلاب ځيني اړخونه، داسي انقلاب چي د سوسياليستي او نوي ټولني د جوړولو یوه برخه ده.
کلتوري انقلاب د پرګنيزو پراختیا او لوړتابه لامل دی، زیارکښان له مانوي مرييتوب او ناپوهۍ څخه ژغوري، د پوهي کلتور او هنر و خوا ته د ګړندي پرمختګ لاري پرانيزي، کلتوري انقلاب اولسي پرګنې د ټولنیز سیاست، اقتصاد او کلتوري چارو ادارې ته چمتو کوي او نوی انسان مانا د کمو مهذب انسان په پنځونه کي په زړه پوري رول لوبوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه