یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني وايي :کانونه د افغانستان لویه پانګه ده، خو له دې...

اشرف غني وايي :کانونه د افغانستان لویه پانګه ده، خو له دې کانونو زموږ د بدبختۍ امکان هم موجود دی

ويب ډیسک

ولسمشر غني د کوم هېواد د نوم اخيستلو پرته ويلي، کانونه د افغانستان لویه پانګه ده، خو له دې کانونو زموږ د بدبختۍ امکان هم موجود دی، چې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

ډاکتر محمد اشرف غني د افغانستان د موقعیت په اړه خپل نهم پودکاست کې ويلي، دغو کانونو ته د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول د چین، پاکستان او نورو لېوالتیا مخ په زیاتېدو ده او افغانستان باید ژر تر ژره خپل دایمي بې پري‌توب تامین کړي، څو له دې سیالیو ووځو، ځکه چې موږ تل د لويو قدرتونو او امپراتوريو د سياليو قرباني ګرځېدلي يؤ.

ښاغلي غني يادونه وکړه، “زما وړانديز دا دی، چې هېواد کې لازمي اجماع وشي څو راتلونکي ۴۰ کلونه، ۵۰ کلونه…. او په ځانګړي ډول د افغانستان د ۳۰۰ کلنۍ تر پوره کېدو پورې پاتې کلونه د خپلو وګړو د هوساينې، ثبات او ودې لپاره وقف کړو”.

د هغه په باور، اړتیا ده چې باید د خپلو خلکو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو او له هغو حرکتونو او اړيکو ډډه وکړو، چې زموږ ملي هویت، ملي یووالی او زموږ د نسلونو راتلونکې ته لویه ضربه رسوي.

#Afghanistan #AshrafGhani #

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه