یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړيوال بانک وايي :میاشت کې افغانستان کې انفلاسیون راکم شوی

نړيوال بانک وايي :میاشت کې افغانستان کې انفلاسیون راکم شوی

ويب ډیسک

نړۍوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان کې انفلاسیون راکم شوی چې لاملونه یې د خلکو له لوري په ځنډ د توکو پېر، د سوداګریزې پانګونې کموالی او د اقتصادي پراختیا درېدل دي.

د «افغانستان اقتصادي څار» تر سرلیک لاندې په دغه میاشتني راپور کې راغلي، جنورۍ میاشت کې د افغانستان په صادراتو کې پنځه سلنې کموالی راغلی چې ډېر کمښت یې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو کمېدو له امله دی په داسې حال کې چې د خوراکي توکو او نساجي صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د راپور لمخې، په دغه میاشت کې د افغانستان واردات ۳۷ سلنې زیات شوي او د نړۍ لویو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت هم راټیټ شوی و.

راپور کاږي چې د افغانستان ۲۰۲۳-۲۰۲۴ مالي کال په لړ کې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي چې د خپل تېر کال پرتله ۵ اعشاریه ۶ سلنې زیاتوالی ښیي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه