ویب ډیسک
د اسیا او ارام سمندر لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس های کیونګ جون د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانانو لپاره به د یواېناچسيار مرستې دوام ولري.
ارګ په یوې خبرپاڼه کې د مېرمن جون له قوله لیکلي چې کورني او بهرني بنسټونه باید د کډوالو لپاره د کاري زمینې د برابرولو په موخه د بېخبنايي پروژو په پلي کولو کې دخیل شي.
مولوي عبدالکبیر هم په دغې لیدنه کې ویلي چې نړۍ باید «افغانستان له بشري پلوه» هېر نهکړي او مرستندویه بنسټونه باید د دایمي سرپناه او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اسیا او ارام سمندر لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مسوولې های کیونګ جون د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانانو لپاره به د یواېناچسيار مرستې دوام ولري.