یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږدوونکو موټرو چلووونکو ته د ځانګړو...

پاکستان افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږدوونکو موټرو چلووونکو ته د ځانګړو پاسپورتونو د صادرولو وړاندیز کړی دی.

ويب ډیسک 

‏د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږدوونکو موټرو چلووونکو ته د ځانګړو پاسپورتونو د صادرولو وړاندیز کړی دی.

پاکستاني رسنیو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د همغږي کوونکي ضیاءالحق له قوله رپوټ ورکړی چې دا وړاندیز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او موټر چلوونکو د تګ راتګ د آسانتیا په موخه شوی دی.

ددغه راپور له مخې، که دا وړاندیز تایید شي، د څه د پاسه زرو موټر چلوونکو لپاره به د وېزو پر ځای، ځانګړي پاسپورتونه صادر شي؛ ترڅو سوداګریز توکي په آسانۍ سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ ولېږدوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه