دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې لس میلیونه کسان له خوراکي مرستو...

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې لس میلیونه کسان له خوراکي مرستو بې‌برخې دي

ويب ډیسک

د ژمي په رارسېدو او د اړمنو د زیاتېدو پر مهال د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه کسان له خوراکي مرستو بې‌برخې شوې دي.

دې ادارې نن دوشنبه د سلواغې ۹مه په افغانستان کې د لوږې پر بحران د اندېښنې د څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د لوږې کړکېچ ته د رسېدو لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې اوس وخت په افغانستان کې لس میلیونه کسان خپلو ماشومانو ته د خوړو د پیدا کولو او یا ګرم ځای درلودلو په هڅه کې دي. تر دې وړاندې یو شمېر نورو ادارو هم په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و.

دې ادارې تر دې وړاندې ویلي وو چې د بودیجې د کمښت له امله خپلې مرستې کموي او دوی یوازې کم شمېر کسانو ته دومره مرستې رسولی شي چې یوازې د ژمي سختې ورځې پرې تېرې کړي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د لوږې ستر لاملونه بې‌روزګاري او د ژمي په موسم کې په جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو را ایستل کېدل بلل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه