دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه‏د یوه پاکستاني ژوند تر ټولو افغانانو ارزښتمن دی

‏د یوه پاکستاني ژوند تر ټولو افغانانو ارزښتمن دی

ويب ډیسک

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر (چهارشنبې ورځ) د جنورۍ په ۲۵مه د دې هېواد د دولتي او شخصي پوهنتونونو زده‌کړیالانو په غونډې کې د وینا پر مهال وویل، کله یې چې د هېواد او هر پاکستاني د خوندیتوب او امنیت خبره راځي، ټول افغانستان ته زیان رسولی شو.

جنرال منیر چې په پاکستان کې وروستیو نا امنیو غصه کړی، په توندو خبرو کې افغانانو ته د پېغورونو ترڅنګ د طالبانو حکومت ته د ګوتڅنډنو سربېره ویلي، پاکستان د ۵۰ کلونو لپاره پنځه میلیونه افغانانو ته ډوډۍ ورکړې؛ خو که د پاکستاني ماشوم د امنیت خبره راځي، نو موږ به هر هغه کسان په نښه کړو چې پر دوی برید کوي.
دغه پاکستاني جنرال خپل لوېدیځ ګاونډی له پاکستان سره په دوښمنۍ تورن کړی او ویلي یې دي، په بلوچستان کې ترهګري له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له لوري حمایه کېږي او هغه هېواد هېڅکله له پاکستان سره دوستۍ ته لیواله نه دی.

عاصم منیر خپلو خبرو کې راتلونکي نسل ته د اوسني وضعیت تر څنګ تاریخ هم ور یاد کړی او زده‌کړیالانو ته یې په خبرو کې ویلي، افغانستان یوازینی هېواد و چې له خپلواکۍ وروسته یې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د شاملېدو مخالفت وکړ؛ خو ستونزه دا ده چې زموږ خلک تاریخ نه لولي.

هغه د طالبانو د حکومت چارواکو ته خبرداری ورکړی چې پاکستان ته دي په ټیټه سترګه نه ګوري، موږ هرې قربانۍ ته چمتو یوو.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت له بیا راتګ وروسته یو پاکستانی لوړپوړی نظامي چارواکی دوی ته په تونده ژبه خبرداری او ګوتڅنډنې کوي.

د یادونې وړ ده، د طالبانو حکومت له بیا راتګ وروسته په پاکستان کې وسله‌وال بریدونه څو چنده ډېر شوي دي او حکومت یې د افغانستان د مجبورولو لپاره په هر ډول اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې له فشارونو کار اخیستی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه