سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهرينا امیري :نړۍوال دې د افغان نجونو د زده‌کړو په برخې کې...

رينا امیري :نړۍوال دې د افغان نجونو د زده‌کړو په برخې کې همغږي ولري

ويب ډیسک

د افغانستان لپاره په بشري او ښځو حقونو کې د امریکا ځانګړې استازې «رینا امیري» د زده‌کړو نړۍوالې ورځ په مناسبت ویلي، دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې ۲.۵ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې دي.

نوموړې د نړۍ له هېوادونو غوښتي، څو د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو په برخې کې ګډه همغږي ولري.

هغې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «نړۍواله ټولنه دې د افغان نجونو او ښځو د رسمي زده‌کړو او درسي نصاب په ټولو کچو کې د ملاتړ په برخې همغږي پاتې شي».

د زده‌کړو نړۍواله په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې د طالبانو حکومت په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو راګرځولې دي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه