سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفایننشل ټایمز: نجونې انلاین زده‌کړو کې د کمزوري انټرنټ له ستونزو سره...

فایننشل ټایمز: نجونې انلاین زده‌کړو کې د کمزوري انټرنټ له ستونزو سره مخ دي

ويب ډیسک 

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د انلاین ښوونیزو شبکو د معلوماتو په حواله راپور ورکړی چې له انټرنېټ سره د نښلولو په برخه کې له ستونزو سره سره د انلاین زده‌کړو په ځانګړې توګه د انګلیسي ژبې، ساینس او ​​سوداګرۍ زده‌کړو ته د افغان نجونو لېوالتیا زیاته شوې ده.

دې ورځپاڼې لیکلي چې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د ا.ا پرېکړې د تېرو دوو لسیزو پرمختګونو د ښځو او نجونو ترمنځ د مایوسۍ د خپرېدو ګواښ بللی دی.

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې ا.ا په نړۍ کې یو له تر ټولو ځپلي رژیمونو څخه دی.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، لسګونه زره نجونې او ښځې په بې ساري ډول د زده کړو له بندیز څخه د خلاصون لپاره لرې پرتو زده کړو ته مخه کړې ده.

په افغانستان کې یوه له هغو نجونو څخه چې له زده کړو بې برخې دي لیلا حسیني وايي چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې نه شي کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

هغه له څلورو مياشتو راهيسې په انلاين ډول زده‌کړې کوي، زياتوي چې په انلاين ټولګي کې په ارامه او هوسا چاپېريال کې بېلابېلې برخې لکه انګليسي ژبه او عکاسي زده کوي.

د لیلا په وینا، د انټرنېټ لوړې بیې او خراب سرعت هغې ته ستونزې جوړې کړې، خو بیا هم د ښه ژوند لپاره انلاین زده کړې ته دوام ورکوي.

د دې خپرونې د راپور له مخې، انلاین زده کړې د محدودیتونو د مخنیوي لپاره د یوې لارې په توګه وده کړې او په ۲۰۲۳ کې، لږترلږه۲۱۰۰۰ زده کونکو د امریکا په پوهنتون کې انلاین زده کړې لپاره نوم لیکنه کړې.

د فایننشل ټایمز په وینا، د سوداګرۍ او انګلیسي ژبې روزنیز کورسونه د افغان محصلینو تر منځ تر ټولو مشهور پروګرامونه دي چې انلاین روزل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۲ کال کې د ګالپ نظرپوښتنې له مخې ۲۵ سلنه نارینه د ۶ سلنه ښځو په پرتله انټرنیټ ته لاس رسی لري او په کلیوالو سیمو کې یوازې ۲ سلنه ښځو ویلي چې انټرنیټ ته لاس رسی لري.

د نجونو پر لاره د بدلون موسسې بنسټ ایښودونکې روبینا عزیزي له خامه پرېس سره په خبرو کې وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له لګولو وروسته یې هڅه کړې چې د انلاین ټولګیو په جوړولو سره د نجونو لپاره د انلاین زده کړو لپاره شرایط او انګېزه رامنځته کړي.

د هغې په ​​وینا، دا به شاوخوا درې کاله وخت ونیسي چې د افغانستان، پاکستان او ایران څخه د۶۰۰ افغان نجونو لپاره انلاین پروګرامونه چمتو کړي.

د مېرمن روبينا په وينا، په داسې حال کې چې په افغانستان کې نا اميدي خپل اوج ته رسېدلې ده، انلاين زده کړه يوازنۍ لار ده چې نجونو ته په افغانستان کې د خپل ژوند د دوام هيله ورکوي. خو د هغې په ​​وينا، دا په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د نجونو د فزيکي شتون ځاى نه شي نيولى.

هغه زیاتوي، چې ډېری نجونې د انګلیسي، الماني ژبې زده کړې ته لېواله دي او د لیکنې مهارتونه زده کوي.

له بلې خوا، ایروشیا ریویو «د ا.ا په دوهمه واکمنۍ کې ژوند»تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی چې ښيي په افغانستان کې شاوخوا سل زره ښځینه محصلین پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نجونو د پوهنې په برخه کې د تېرو دوو لسیزو پرمختګونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو ترمنځ د مایوسۍ د خپرېدو لامل شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه