دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران وايي : د کرمان په پرونيو چاودنو کې د امريکا...

ایران وايي : د کرمان په پرونيو چاودنو کې د امريکا او اسرائيل لاس دی

ويب ډیسک 

د ایران د ولسمشر سياسي مرستيال محمد جمشدي ويلي، چې د ایران د کرمان په پرونيو چاودنو کې د امريکا او اسرائيل لاس دی، خو امريکا بيا ويلي، چې د کرمان چاودونو کې دخيل نه يؤ.

جمشيدي په خپل اېکس اکونټ ليکلی، “د دغه جنایت مسؤليت د امريکا او اسرائيل پر غاړه دی او ترهګر د هغوی لاسپوڅي دي”.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند او د اسرائيل د پوځ وياند د ایران دغه تور رد کړی او زياته کړې يې ده، امریکا او اسرائيل په دې بريدونو کې دخيل نه دي.

د ایران په کرمان ښار کې تېره ورځ د قاسم سليماني د تلین مراسمو کې د دوو پرلپسې چاودونو له کبله شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول او لسګونه تنه ټپيان شول.

دغه بريدونه د ت.البانو په شمول، د ملګرو ملتونو، پاکستان او ډېرو هېوادونو له لوري غندل شوي دي.

له بل پلو د ایران مذهبي مشران علي خامنه‌يي بيا ويلي، د ایران دښمنان باید پوه شي، چې دا ناوړه عمل به سخت ځواب ولري.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر ابراهيم رئيسي ترکيې ته خپل پلان شوی سفر هم لغوه کړی او ایران کې يې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه