ويب ډیسک
د طالبان د بهرنيو چارو وزارت بهر کې د مېشتو افغانانو د پاسپورټ بيه راټيټه کړې او اعلان يې کړى، چې د پنځه کلن پاسپورټ بيه ١٢٠ ډالره او د لس کلن پاسپورټ بيه ۲۲۰ ډالرو ته راټیټه شوې ده.
د یاد وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد وايي، چې د پاسپورټ د يوه کلن تمدید بيه هم ٢٠ ډالرو ته راټيټه شوې ده.
د دغه وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په بهر کې د مېشتو افغانانو د پاسپورټونو د بیې کمولو پرېکړه د اقتصادي ستونزو له امله شوې.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د ت.البان له واکمنۍ وروسته د پاسپورټ ترلاسه کول یوه هیله ګرځېدلې او زرګونه افغانان د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره سرګردانه ګرځي.
#Afghanistan #Passport


