سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسیاسي رهبرانو له حکومت میلیونونه پيسې واخېستې، خو جګړه یې ونه کړه

سیاسي رهبرانو له حکومت میلیونونه پيسې واخېستې، خو جګړه یې ونه کړه

ویب ډیسک

د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عباس ابراهیم‌زاده وايي، ځينو سیاسي رهبرانو له حکومت میلیونونه پيسې واخېستې، خو جګړه یې ونه کړه او پيسې یې په خپلو کې ووېشلې.

هغه وایي، له ولسمشر غني سره په وروستۍ جلسه کې عبدالرشید دوستم، عطام محمد نور او محمد محقق د جګړې کولو او بلخ د ساتلو ژمنه وکړه او د وسلې، اعاشې او تجهیزاتو په نوم هر یو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ او یوه اندازه وسلې ترلاسه کړې، خو هغه یې ډالر کړې او جنګ یې ونه کړ.

ابراهیم‌زاده له یوه خصوصي ټلویزیون سره مرکه کې زیاتوي چې دا رهبران جبهې ته نه دي تللي او پيسې یې یوازې په خپلو نږدې خلکو او کورنیو مصرف کړي. د ابراهیم‌زاده په وینا، زیاتره سیاسي رهبرانو له ت.البانو سره اړیکې او په هغوی کې خپل ارتباطي کسان لرل.

دا په داسې حال کې ده چې ځينې سیاسي رهبران پر ولسمشر غني او حکومت نیوکه کوي چې په ت.الب ضد جګړه کې یې د هغوی ملاتړ ونه کړ او امکانات یې ور نه کړل.

#Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه