دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بهرنيو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی دوحې ته ځي

د بهرنيو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی دوحې ته ځي

ويب ډیسک

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د روانې جولای میاشتې په پای کې د قطر هېواد پلازمېنې دوحې ته سفر کوي او هلته له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې کوي.

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي:«د ا. ا. ا. بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ به يو پلاوی د روانې ميلادي مياشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي او هلته به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې اترې وکړي.»

 

بلخي لیکلي، د افغانستان لپاره به په دې خبرو کې د بنديزونو او تور لېستونو ختمول، د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري.

بلخي زیاته کړې، په دې سفر کې به افغان پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه