ويب ډیسک
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، ایران سره پر اټومي هوکړې خبرې یې د هېواد په اجنډا کې نشته.
انتوني بلېنکن په خپله نوې مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ له سياېناېن ټلویزیون خپره شوه ویلي، اوسني شرایط د دې خبرو لپاره سم نه دي او “ایران یا نه غواړي یا نشي کولی چې اټومي تړون ته پر ورګرځېدو هوکړه وکړي.”
هغه همداراز د ډونالډ ټرمپ حکومت لهخوا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي هوکړې د وتلو پرېکړه تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې “له هغه وخته چې امریکا د ایران له اټومي هوکړې وتلی، تر هغه مهاله چې موږ هڅه وکړه بېرته ور وګرځو، ځینې تحولات راغلي.”
د امریکا بهرنیو چارو وزیر وایي، “هغه څه چې موږ یې د ترسره کولو په لټه کې یو، له یو څه اصلاحاتو سره اټومي تړون ته بېرته ورګرځېدل دي.”
د امریکا دغه لوړ پوړي چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د یاد هېواد د کانګرس جمهوريپالو استازو تېرو ورځو کې د جو بایډن حکومت ته خبرداری وکړی ؤ چې د کانګرس تصویب پرته باید ایران سره د بندیزونو د کمېدو په اړه هوکړه ونه کړي.
انتوني بلېنکن همداراز په دغه مرکه کې ویلي چې امریکا هڅه کوي له چین سره “د اړیکو کرښې” پیاوړې کړي ترڅو د دوه زبرځواکونو ترمینځ د شخړې مخه ونیول شي.
#USA #Iran #China


