ويب ډیسک
د انګلستان د پوځ ځینو چارواکو او د پارلمان ځينو غړو د دغه هېواد له صدراعظم ریشي سوناک غوښتي چې له افغان کډوالو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.
یادو کسانو یوه لیک کې ویلي، کومو افغانانو چې له برتانیایي ځواکونو سره په ګډه، د ت.البانو پر وړاندې جنګ کړی، اوس یې باید درناوی وشي.
لیک کې د ښاغلي سوناک ترڅنګ له پوځي جنرالانو او د ناټو له چارواکو هم غوښتنه شوې چې افغانستان او پاکستان کې بندو افغانانو په اړه دې سمدستي اقدامات وکړي.
انګلستان ته د افغان کډوالو د لېږد پر پروسې ګڼې نیوکې کېږي. تازه د انډپېنډنټ ورځپانې راپور ورکړی چې ۲۰۰۰ افغانان اوسمهال د پاکستان په هوټلونو کې منتظر دي چې انګلستان ته د تللو پروسه یې نهایي شي.


