ويب ډیسک
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د افغان نجونو زدهکړو د حقونو په اړه د عدالت غوښتنې يادونه کړې او ویلي یې دي چې ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستره پانګه ده.
هغه همداراز زیاته کړې چې افغان ښځې او نجونې زدهکړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري او باید له دغه حقه بې برخې نه شي.
وېسټ دا خبره د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم برخې فعالې ملالې یوسفزۍ د کلیزې په مناسبت کړې. ملګرو ملتونو د جولای ۱۲مه د ملالې یوسفزۍ د کلیزې په توګه نومولې ده.
افغانستان کې د ت.البان له واکمنۍ وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د افغان نجونو پر مخ تړلې دي، چې لا یې هم د خلاصېدو خبر نشته.
#Afghanistan #USA


