ویب ډیسک
د هند صدراعظم نریندرا مودي چې نن سهشنبه د شانګهای د همکارۍ سازمان د انلاین غونډې کوربه دی، په دې غونډه کې یې ویلي، موږ باید د افغانستان د سوکالۍ او دغه هېواد ته بشري مرستو رسولو په برخه کې هلې ځلې وکړو.
هغه د خپلې وینا پر مهال د شانګهای د همکارۍ سازمان پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د سیمهییزې او نړیوالې سولې لپاره د ګواښ پر وړاندې ودرېږي.
مودي همداراز ټینګار کړی چې باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو د بې ثباته کولو لپاره وکارول شي.
بله خوا د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د شانګهای په سرمشریزه کې ویلي، هېواد یې “د افغانستان د مظلوم ملت کډوالو په برخه کې د خپلې عادلانه ونډې څخه ډېر کوربه دی.”
د شانګهای سازمان۲۳مه سرمشریزه چې د هند په مشرۍ نن په انلاین بڼه پیل شوې په کې د چین، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان، ایران او ازبیکستان مشرانو ګډون کړی دی.
#Shanghai #Afghanistan #India #Iran


