ویب ډیسک
د کوزې پښتونخوا مشهور سیاستوال افراسیاب خټک د ت.البانو په اړه د ولسمشر بایډن وروستیو څرګندونو ته په اشارې وایي، داسې ښکاري چې ترهګرۍ سره په دویمه جګړه کې د ترهګرو تعریف بدل شوی دی.
هغه زیاتوي، ت.البان اوس د چا خبره ښه ترهګر دي او د بدو ترهګرو یعنې دا.عش پر ضد جګړه کې د لویدیځ متحدین دي.
ښاغلی خټک اټکل څرګندوي، چې د بایډن وروستۍ څرګندونې به د دا.عش ډلې دا ادعا ثابته کړي چې ت.الب د غرب د لاس آله ده.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي چې ت.البان ورسره د القاعده په ختمولو کې مرسته کوي.


