ویب ډیسک
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، هغه کسان به سزا وویني چې وسلهوال بغاوت یې کړی او د دغه هېواد د ویشلو هڅه کوي.
هغه د شنبې په سهار د خپلې وینا پر مهال د روسیې د واګنر ګروپ ځواکونه په خیانت محکوم کړي او د دغه ډلې مشر پرېګوژین یې پر وسلهوال بغاوت تورن کړی دی.
ولادیمیر پوتین وروسته له هغې دا څرګندونې کړي چې د واګنر ګروپ مشر یوګیني پرېګوژین د روسیې پوځ په دې تورن کړی چې اوکراین کې یې د ده د ځواکونو پر یوه پنډغالي مرګونی هوايي برید کړی دی.
پرېګوژین د جمعې پر شپه د پوځ خلاف د پاڅون اعلان وکړ خو دا یې هم وویل چې د پوځي کودتا هوډ نه لري.
د راپورنو له مخې، د واګنر ګروپ ځواکونو له دې اعلان وروسته د مسکو پر لور حرکت کړی او ویل کېږي چې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې روستوف نادونو ښار ته ننوتي دي.
که څه پوتین د دغه ښار وضعیت نا څرګند بللی خو واګنر ډله ادعا کوي چې یاد ښار د دوی تر کنټرول لاندې دی.
ولادیمیر پوتین همداراز د واګنر دا ګام له شا د چړې ګوزار بللی او ویلي یې دي چې په ټول قوت به د روسیې دفاع کوي.
د معلوماتو له مخې، د روسیې پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې د ترهګرۍ ضد وضعیت اعلان شوی دی.
#Russia


