سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغفور لېوال:افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې توکم پالنې...

غفور لېوال:افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې توکم پالنې ته لمن وهي

ويب ډیسک

ایران کې د جمهوري نظام سفیر غفور لېوال وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا پر نړیوال سټېج توکم پالنې ته لمن وهي.

لېوال مېرمن اوتونبایوا ته په اشارې وايي، چې هغه افغانستان کې د یوې مذهبي مستبدې او متشددې ډلې پرځای «د دغه هېواد اکثریت خلک ترهګر بولي او پر نړیوال ستېژ راسیزم ته لمن وهي.»

لېوال زیاتوي، چې پښتانه پخپله د تپل شوې ترهګرۍ لومړني قربانیان دي.

مېرمن روزا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا په یوه برخه کې ویلي، چې د ت.البانو رژیم له سیاسي پلوه بشپړ مردانه دی او د پښتنو له سیاسي مرکزه را پورته شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه