ويب ډیسک
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وایي د یونان په ډوبه شوې کښتۍ کې د ۸۲پاکستانیانو مړي پېژندل شوي او پاکستان ته سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړې، ۲۸۱ پاکستاني کورنیو ورسره اړیکه نیولې او ویلي یې دي چې د کورنۍ غړي یې ممکن د یادې پېښې ښکار شوي وي.
رانا همدارنګه ویلي چې د ټولو کورنیو د ډي این اې معایناتو نمونې اخیستل شوي، څو معلومه کړي چې په وژل شویو کې یې د کورنۍ غړي شته که نه.
تېره اونۍ یونان ته نږدې په روم بحیره کې یوه کښتۍ ډوبه شوه، چې ۸۰۰ کډوال په کې سپاره ؤ او یوازې ۱۰۴ ترې ژوندي ژغورل شوي دي.


