اسراییلي ځواکونو د فلسطین پر جنین کمپ برید کړی چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي.
د اسراییلو پوځ ویلي، چې دغه عملیات یې د یوه شکمن بریدګر د نیولو لپاره ترسره کړي چې پایله کې یې د دغه هېواد ۸ سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د خپلو ټپیانو راویستلو لپاره له ۲۰ کلونو وروسته جنګي چورلکه کارولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلي پوځ په تېرو پنځلسو مياشتو کې څو ځلې د فلسطین پر جنین او نورو نږدې کمپونو برید کړی چې ګڼ شمېر ملکي وګړي یې وژلي او ټپیان کړي دي


