دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد څلور افغان وګړو په وژنې تورن اسټراليايي پوځي وايي پخپله کړنه...

د څلور افغان وګړو په وژنې تورن اسټراليايي پوځي وايي پخپله کړنه ویاړ یم بخښنه نه غواړم

ويب ډیسک

‏افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو یو پخوانی پوځي چې د څلورو ملکي افغانانو وژنې کې په لاس لرلو تورن دی، وایي چې په اړه یې د محکمې پرېکړه ناسمه ده او د خپلو کارونو له امله بښنه نه غواړي.

‏بېن رابرټ سمېت چې د اسټرالیا یوې ملکي محکمې ته وړاندې شوی ؤ، له پرېکړې وروسته یې رسنیو ته ویلي، چې افغانستان کې پر خپلو ترسره کړو کارونو ویاړي.

‏سمېت له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۲ پورې افغانستان کې د اسټرالیا د هوایي ځواک د سرتېري په توګه ۶ دورې وظیفه ترسره کړې ده.

‏نوموړي پر درې اسټرالیايي ورځپاڼو عریضه کړې وه، چې افغانستان کې د ملکي خلکو پر وژنه یې تورن کړی دی، خو یوې فدرالي محکمې د هغه دا عریضه رد کړې او ویلي یې دي چې ورځپاڼو د خپل راپور د اثبات لپاره حقایق وړاندې کړې دي.

‏رابرټ سمېت ویلي “موږ تېروتنه نه ده کړې چې بښنه وغواړو”.
‏نوموړی چې کله په افغانستان کې د خپلو کارونو په اړه وپوښتل شو، ویل یې ویل چې پرې ویاړي.

‏⁦‪#Australia‬⁩ ⁦‪#Afghanistan‬⁩

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه